1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپيني ماڼۍ د استخباراتي پروګرامونو ملاتړ وکړ

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۲ آبان ۷, سه‌شنبه

امریکا متحده ایالاتو په بهرنیو هیوادونو کې په پراخه کچه د خلکو له څارنې دفاع کړې ده او ویلي یې دي چې دغه کار د امریکا د ساتنې له پاره مهم دی. یوه امریکایي سناتور د دغه هیواد د څارنیزو پروگرامونو د کره کتنې غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1A7ie
انځور: Reuters/Kevin Lamarque

د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې په اروپايي هیوادونو کې د امريکا د ملي امنیت استخباراتي ادارې NSA د څارنیزو پروگرامونو ستاینه وکړه. کارني روښانه کړه چې په داسې نړۍ کې چې خلک یې اوس له یو بل سره ډیر تړلي دي د امریکایانو د ساتنې له پاره د الکترونیکي اړیکو څارني ته اړتیا ده.

کارني وویل: «که موږ د خپلو خلکو او ملګرو ساتنه کوو نو باید تر دغو بدلونونو مخکې و اوسو. دا هغه څه دي چې زموږ استخباراتي ادارو په ډیر ښه ډول ترسره کړي دي.»

په داسې حال کې چې ویل کیږي امریکا متحده ایالاتو د آلمان د صدراعظمي انګلا میرکل، تلیفون هم څارلی دی، کارني دا خبره هم وکړه چې امریکا کیدای شي په اروپا کې د خپلو څارنیزو پروګرامونو پر ځینو برخو باندې کره کتنه وکړي. کارني وویل: «موږ باید په دې خبره باندي ځان ډاډه کړو چې زموږ استخبارتي سرچینې په موثر ډول زموږ د بهرنۍ پالیسۍ او ملي امنیتي اهدافو ملاتړ کوي. موږ باید پر دې خبره باندي هم ځان ډاډه کړو چې موږ د خپلو استخباراتي فعالیتونو خطرونو او ګټې په موثر ډول ارزوو.»

په عین حال کې د امریکا د سنا د استخباراتي کمېټې مشري داین فاینستاین، ویلي دي چې هغه به «د ټولو استخباراتي معلوماتو د ټولولو پروګرامونو» یوه کره کتنه پيل کړي. هغې همداراز هغه تورونه رد کړل چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر باراک اوباما، د میرکل د تلیفون له څارنې څخه خبر وو.

د آلمان د پارلمان ځانګړې غونډه

دا په داسې حال کې ده چي د آلمان پارلمان یا بوندستاګ ویلي دي چې هغه به په راتلونکې میاشت کې په آلمان کې د امریکا متحده ایالاتو د څارنیزو پروګرامونو په اړه یوه ځانګړې غونډه ولري. د آلمان د مسیحي دیموکرات ګوند یوې غړي ویلي دي چې پر دې موضوع باندي به په بوندستاګ کې د نومبر په ۱۸مه نېټه خبري اتري وشي.

د دوشنبې په ورځ د هسپانیې د بهرنیو چارو وزارت هم په دغه هیواد کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر احضار کړ تر څو د هغو رپوټونو په اړه سپیناوی وکړي چې وايي NSA په دغه هیواد کې د یوې میاشتي په ترڅ کې د ۶۰ میلیونو تلیفوني اړیکو معلومات راټول کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب