1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپینې ماڼۍ په قطر کې د سولې نوې خبرې رد کړې

رویترز/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ بهمن ۳۰, پنجشنبه

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې په قطر کې له افغان طالبانو سره د سولې کومې خبرې اترې نه دي پلان شوي. تر دې مخکې د رویترز خبري آژانس ویلي وو چې د طالبانو یو پلاوی کیدای شي د پنجشنبې پر ماښام له امریکایانو سره په قطر کې خبرې وکړي.

https://p.dw.com/p/1EeNx
په قطر کې د طالبانو د دفرت د پرانیستلو مراسم
په قطر کې د طالبانو د دفرت د پرانیستلو مراسمانځور: Reuters

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاندې برنیدیت ماهین، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «اوس مهال امریکا متحده ایالات په دوحه کې له طالبانو سره د لیدو کوم پلان نه لري.»

له بلې خوا د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جین پساکې ویلي دي چې امریکا متحده ایالات له طالبانو سره په مستقیم ډول په خبرو اترو بوخت نه دي. هغې زیاته کړې ده: «موږ په مستفیم ډول له طالبانو سره په خبرو کې ښکیل نه یو. د ۲۰۱۲ کال له جنوري میاشتې راهیسې د امریکا او طالبانو تر منځ مستقیمې خبرې اترې نه دي شوي. په دې وخت کې طالبان پخپله د خبرو له بهیره ووتل.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د رویترز خبري آژانس د طالبانو د سرچینو له لارې ویلي وو چې هغوی د پنجشنبې په ورځ په قطر کې له امریکايي چارواکو سره ویني. د طالبانو یوه لوړ پوړي چارواکي د تلیفون له لارې د رویترزخبري آژانس ته وویل: «لومړۍ غونډه نن په قطر کې جوړیږي او د جمعې په ورځ یوه بله غونډه په پلان کې ده. وبه لیدل شي چې څه کیږي، ځکه پخوانیو خبرو اترو کومه نتیجه نه ده ورکړې.»

له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو دغه خبرونه چې په رسمي توگه تر اوسه پورې تصدیق شوي نه دي، وروسته له هغې خپریږي چې د سه شنبې په ورځ د پاکستان د پوځ لوی درستیز راحیل شریف کابل ته سفر وکړ.

طالبانو د سولې له بهیر سره لیوالتیا ښوولې

د رویترز خبري آژانس د یوه رپوټ له مخې چې له کابل او اسلام آباد څخه یې خپور کړی، د پاکستان د لوړ پوړو پوځي چارواکو او دیپلوماتانو د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ ۱۹ مه) ویلي دي چې د افغان طالبانو مشرۍ د پاکستان د پوځ له لارې داسې ښوولې ده چې هغوی غواړي احتمالا په راتلونکې میلادي میاشت کې له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته کښینې.

یوه پاکستاني چارواکي چې له دغه سفر څخه خبرتیا لري، د رویترز خبري آژانس ته وویل چې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کتنه کې راحیل شریف وویل، طالبان چمتو دي چې د مارچ د میاشتې په سر کې د سولې خبرو اترو ته کښیني.

د پاکستان دغه چارواکي چې د خپل هیواد له پوځ سره نژدې اړیکې لري ، د خپل هویت د نه بربنډولو په شرط یې نوموړي خبری آژانس ته ویلي دي: «هغوی [طالبان] چمتوالی ښوولی دی او د مارچ په میاشت کې ښايی ځیني پرمختگونه وشي. خو دا هسې هم آسانه او گړندی کار نه دی.»

دغه پاکستاني چارواکي زیاته کړه چې «ځیني ښکاره نښانې لیدل کیږي او موږ هغه افغانانو ته انتقال کړي دي. اوس ډير مسایل خپله افغانانو پورې اړه لري چې هغوی څومره په دې برخه کې په جدیت عمل کوي.»

په کابل کې د راحیل شریف د لیدنې کتنې په هکله د افغانستان د ولسمشرۍ د دفتر په وینا پاڼه کې راغلي دي چې «د پاکستاني پلاوي پیغامونه مثبت او د هغوی د ژمنو څرگندوی دي. د دغو لیدنو کتنو نتایج ښايي په راتلونکو اونیو کې څرگند شي.»

په کابل کې درې دیپلوماتان چې د پاکستان د لوی درستیز له سفر څخه خبرتیا لري، د طالبانو او افغان حکومت د احتمالي خبرو اترو خبر تائید کړی دی. د رویترز خبری آژانس د یوه دیپلومات له خولې وویل: «د خبرو اترو د ځای په هکله تر اوسه تصمیم نیول شوی نه دی. دا خبرې اترې کیدای شي چې په اسلام اباد، کابل او یا هم په پیکینگ کی وي.»

تر اوسه پورې د داسې یوې لیدنې کتنې له پاره رسما کوم بندو بست نه دی شوی او له دې مخکې هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې له پاره ټولې هڅې له ناکامۍ سره مخامخ شوې دي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي حکومت هم په وار سره هڅه کړې وه چې په خپل هیواد کې د زورزیاتو د لړې د پای ته رسولو له پاره طالبانو سره خبرو اترو ته کښیني. دغسې یوه هڅه په ۲۰۱۳ کال کې هغه وخت وشوه چې طالبانو په قطر کې خپل یو دفتر پرانیست. خو د دغه دفتر تشریفاتي مراسمو د افغان حکومت غوسه راوپاروله. طالبانو پر دغه دفتر د خپل «اسلامي امارت» بیرغ اوچت کړ، هغه څه چې د افغانستان د حکومت له پاره د منلو وړ نه وو. له هغې وروسته له طالبانو سره اړیکې غوڅې او د سولې د خبرو اترو له پاره هڅې ناکامې شوې.

افغان کار پوهان وايي چې نوی افغان ولسمشرغني د خپل سلف پر خلاف هڅه کوي چې له پاکستان سره چې د افغان طالبانو څخه په ملاتړ تورن دی، اړیکی نزدې کړي. له اسلام آباد سره د کابل نزدیوالی البته د یو شمیر نورو افغان مخورو سیاستوالو له نیوکو سره مخامخ دی. خو د افغانستان د رسنیو د رپوټونو له مخې غني تیره ورځ له پخواني ولسمشر کرزي او نورو افغان سیاستوالو سره په یوه لیدنه کتنه کې ویلي دي چې هغه نه غواړي په «پټه توگه» له چا سره خبرو اترو ته کښیني.