1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سړی بايد د نوو اوزړو رسنيو څخه يو ځای کارواخلي

۱۳۸۸ خرداد ۱۵, جمعه

د جرمني د بن په ښار کښي د رسنيو نړيواله درې ورځنۍ جرګه پای ته ورسيدله،چه د هغه په مناسبت د دويچه ويلي دراډيو او ټلويزون عمومي مشر ايريک بترمن وينا وکړه او څرګنده يې کړه چه،

https://p.dw.com/p/I4Jd

د دويچه ولي دالمان غږ دراډيود2009کال درسنيو نړيواله جرګه مخ په خلاصيدو ده . درې ډيري په زړه پوري ورځي موسره یوځای تيري کړې .

داغونډه دنړيوال بحران په وخت کي جوړه شويده . دابحران به په دوامدار ډول درسنيو نړيوال بازارونه هم تراغيزي لاندي ولري ،اوبدلون به پکښي راولي .

سږ کال پدې جرګه کي 1200کسو کډون کړی ؤ، چي دا شمير د2008 کال دګډونکونکو څخه ډير زيات وو. داددغي جرګي داهميت ښکاره نخښه ده . ځکه چي دا يو بل ډول کانګرس ووچي ځان يي نه معرفي کاوه ،بلکه په ډیر جديت سره يی دنړيوال کيدلو دراتلونکو او اوسنيو چلنجونو لپاره دلوړمسوليت په احساس سره بحثونه وکړل . اودا ښيي چي په ديجيتاله دوره کي هم، يود بل سره خبري او دافکارو دتبادل څخه صرفنظر نسي کيدايی .

پدې دروو ورځوکي مي دبحثونوپه ترڅ کي دا اراده وليدله چي يو تغير راولو، اونړۍ درسنيو په وسيله لږ څه وړاندي بوزو . دتيرو شويو ورځو بحثونو داهم وښودل چي درسنيو جوړونکي دېته چمتو دي چي پدغو بحثونوکي برخه واخلي، اودسياست دپرمختللو لپاره ګډکاروکړي، اوپه اقتصادکي فعاله برخه واخلي . دوی تيار دي چي په برابرۍ سره خبري وکړي .

د مصرڅخه يو راغلی پوهاند درسنيو دنړيوالي جرګې په پای کي څرګنده کړه چي :« زه له منځني ختيځ نه راغلی یم . اوپه قاهره کي په امريکاي پوهنتون کي تدريس کوم . په رسنيو او لانجوباندي مونږ هره ورځ ددرس په وخت کي بحثونه کوو. دهمدي لپاره داغونډه ماته ډيره مهمه ده . په تيره بيا داموضوع چي دلانجو په حل، اودخبرواترو په بيلو بيلو ډولونوکي درسنيو له نقش سره ځان بختوي، اوددي امکان په هکله آګاهي منځته راوړي چي، دمختلفو خواووترمنځ درغونکو خبرو اترو بيل بيل ‌ډولونه منځته راسي . »

درسنيو په دغه درې ورځنۍ نړيواله جرګه کي په۵۰ بيلو بيلو جرګه ګيو او ورکشاپونوکي، دلانجو دوقايې لپاره درسنيو دنقش په هکله خبري وشوې . انګليسی دکمپيوتر کارپوه، نويل شارکي په جګړو ، اوله ترورسره په مبارزه کي دکمپيوتر په واسطه چليدونکو وسلوپه هکله مقاله ولوستله . ده وويلي چي دادساينس دخيالي فلمونوپه شان مسله نده، بلکه همدا اوس په پاکستان ،افغانستان اوعراق کي څه ناڅه 130 په وسلو سنبالي بي پيلوټه الوتکي الوزی . شارکي ويلي :

پدې ډول په زرهاووکيلومتره ليري دلارښوني دوسيلې په مخکي څوک ناست وي اوپيلوتي کوي . ديوه نوکري چي خلاصه شي دهغه دنده بل څوک پر غاړه اخلي، نوسړی ويني چي وژل هيڅکله داوس په شان اسانه نوه .

درسنيو په نړيواله جرګه کي دنوو رسنيو په هکله هم ډيري خبري وشوې .چي په هغوکي کمپيوتري لوبي هم شامليدې .پدغه برخه کي دلوبو ډولونوته وده ورکول کيږي ، چي جدي لوبي يې بولي ، دزار لند دپوهنتون استاد څيله ددې لوبو داصل دمفکورې په هکله وويل :

«دامفکوره داسي ده چي مونږ نور دعنعنو درپوټ ورکولو له لاري ډير لوستونکي نسو جلبولاي .دلوبو دتکنالوژۍ هدف دادی چي دخبرورکولو پدې متحرک ډول کي لوبغاړوته داسي نقش ورکړوچي دوی خپله دلانجو فعلونه په لوبو کي وښيي، اوپدې ډول د لانجي سره نژدې او دزړه له کومي علاقه پيدا کيږي .

دعمومي موضوع په څنګ کي چي دشخړي اولانجې مخنيوی وو، په اصطلاح د نوو رسنيو لخوا پخوانيو رسنيو ته چلنج ؤ . پدې اړه دانګلستان دبي بي سي خبريال، تيم ويبر وويل ،

«که پخوانۍ رسنۍ له منځه لاړي سي ،علت به يې داوي چي دوی هماغه پخوانۍ دپراختيا موندلو لاره کلکه نيوليده . دوی دا له یاده باسي چي د محتوا سره سراوکارلري . دوی فکر کوي چي سروکاريي له کاغذ سره دی .

انګليسي داينترنت ژورناليست کيوين اندرسن د زړو رسنيو زيات اهميت ته ګوته ونيوله او ويې ويل ،

«جالب شيان هلته پيښيږي چي که سړی له نوو اوزړو رسنيو څخه يو ځای کارواخلي . داسي ورځپاڼي سته چي يوه برخه يې دخلکو اويوه بله برخه يې دماهرو ژورناليستانو لخوا جوړيږي . دلته خلک د ژورناليستانو سره په ګډه ډير په مفصل ډول دځان په هکله خبرورکولای سي، يعني پدې برخه کي ځوان دزاړه په مقابل کي نه، بلکه ځوان اوزوړسره يوځای دي . »

ددويچه ولي دالمان غږ دراډيو عمومي مشر دجرګې په پای کي په خپله وينا کي وويل چي د2010کال دجون په مياشت کي به بيا هم درسنيو په نړيواله جرګه کي نوردغه ډول بحثونه وشي .

شميتس/ رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري