1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سږنی لوی اختر په افغانستان کي ډول ډول لمانځل کيږي

۱۳۹۰ آبان ۱۵, یکشنبه

نن د لوی اختر لومړۍ ورځ د افغانستان د نورو ولايتونو په پرتله په هلمند کي بل ډول ښکاريده. په لښکرگاه ښار کي د اختر تر لمانځه وروسته سمدلاسه دوې ځانگړتياوي د سړي په سترگو ور ننوتلې.« ډير ماړه او ډير غريب خلک»

https://p.dw.com/p/135u4
ډيری افغان ماشومان د اختر د خوشاليو څخه بې برخه دي.
ډيری افغان ماشومان د اختر د خوشاليو څخه بې برخه دي.انځور: AP

د اختر په سهار په لښکرگاه ښار کي ډير هغه څه ليدل کيږي چي نور وخت يې سړی نسي ليدلای.

لومړی داچي هلته ډير شتمن خلک، چي قيمتي کالي، لنگۍ، راډو ساعتانو او فرانسوي بوټونه يې په پښه وي تر سترگو کيږي، او بل داچي د هغو تر څنگ بیا داسي خلک او ماشومان هم گرځي، چي سپېره لاسونه، څري کال او لڅي پښې روان وي.

دا هغه ماشومان دي، چي خپل د کورنۍ مشران يعني پلرونه يې له لاسه ورکړی او اوس ټوله ورځ په ښار کي په يوه گوله ډوډۍ پسي گرځي.

ددغو بې سرپرسته کوچنيانو له ډلي څخه يو هم لس کلن گلالی دی، چي شلېدلي کالي، تڼاکي لاسونه او چاودلي پښې د لښکرگاه ښار د سينما په چوک کښي کاغذونه ټولوي.

هغه په کوچنۍ ژبه، دويچه ويله پښتو انټرنيټ پاڼي ته وويل، چي پلار يې څه موده وړاندي د لښکرگاه ښار په يوه چاودنه کي ووژل سو. « پلار مي په کوچني اختر کي هرڅه راته راوړي وله خو اوس شی نه لرو»

د هغه وخت راهيسي، چي کوچنی گلالی بې پلاره سوی، هره ورځ په لښکرگاه ښار کي کاغذونه او پلاستيکونه ټولوي. پر هغه باندي د اختر او نوري ورځي ټولي يو دي.

د هغه دپاره يوه گوله ډوډۍ پيدا کول اختر دی.

په لښکرګاه ښارکي دديني علمانو رييس خدای نظر وايي، د هلمند ولايت ټوله بډايه کسان بايد د بېوزلو او ناداره انسانانو سره د اړتيا وړ مرستي وکړي.

د لښکرګاه يو بل اوسيدونکی محمد انور بيا اختر ته ډير تياری نيولی و او اوس ډير خوشاله دی، چي نوي جامې او قرباني لري او تر غوښو ويشلو وروسته به د خپلو دوستانو کره ورسي.

خو کوچنۍ گلالی، د مسجد تر څنگ ناست او شاوخوا خلکو پسي سترگي وړي تر څو خيرات ورکړي.

په لښکرګاه کي د کوچني گلالي تر څنگ، د مختار کمپ اوسيدونکي چي ډيری يې کډوال دي هم په ښارکي د اختر په ورځ خيراتونه ټولوي.

دوی د خپل ژوند څخه سخت ناراضه دي او وايي، چي دولت مرسته نه ور سره کوي او اوس دوی د لوږي سره مخامخ دي.

د اختر په ورځو کي يوازي په هلمند کي نه، بلکي په ټول افغانستان کي دغه ډول ځانگړتياوي تر سترگو کیږي، چي يو تعداد انسانان دي ډير سينگارکړي او يو تعداد دي بيا د خيرات په ډول بازارونو ته راووزي.

مجتبي محمدي/ لښکرگاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل