1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سږکال افغان ځواک له طالبانو سره په جنگ کي يوازی دی

آژانسونه۱۳۹۳ بهمن ۲۴, جمعه

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کیمپبل، په یوه استماعیه غوڼده کې د کانگرس هغو اندېښوته ځواب ورکړ چې داسي نه چې د نړیوالو عسکرو له بشپړ وتلو سره افغانستان د عراق او سوريې په برخلیک اخته شي.

https://p.dw.com/p/1EbDW
انځور: Getty Images

جنرال کیمپبل د پنجشنبې په ورځ امریکايي سناتورانو ته په دې اړه وويل چې په کوم سرعت له افغانستان څخه امریکايي سرتیري وایستل شي، او دی به هڅه وکړي چې په راتلونکو میاشتو کې، کله چې معمولا د جگړې فصل پیليږي، په اړینو ځایونو کې امریکايي عسکر ځای پر ځای کړي.

جنرال کیمپبل د متحدو ایالاتو د سنا مجلس پوځي کمیتې ته د خپل پلان په هکله ډير جزئیات بربنډ نه کړل، خو دومره یې وویل چې هغه خپلو قوماندانانو ته یو شمیر امکانات وړاندی کړي دي چې څرنگه له افغان ځواکونو سره د روزني او پوځي اکمالاتو په برخه کې مرسته وکړي.

تر دې مخه افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال ویش باندي له سره د غور غوښتنه کړې وه. اوسنی پلان دا دی چې د کابو ۱۰۸۰۰عسکرو څخه د ۲۰۱۵م کال تر پایه پورې یوازي۵۵۰۰ پاتې شي.

د متحدو ایالاتو زیاتو سناتورانو له دغه پلان سره ناخوښي څرگنده کړې ده او د پنجشنبه په ورځ يې یووار بیا له هغه سره مخالفت ښکاره کړ. هغوی وویل چې دغه پلان ډیر گړندی دی.

د جمهوري غوښتونکو مشر سناتور جان میکن جنرال کیمپبل ته وویل: «تاسي د رښتیا ویلو صلاحیت لری.» میکن له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو په هکله اندیښنه څرگنده کړه او وویل: «په دا ډول وتلو سره تاسي یوه خلا رامنځ ته کوی او موږ دغه ډول خلا اوس په عراق او سوریه کی وینو. په هغو سیمو کې چې حکومتي واکمني نه شته، هلته کیدای شي چې ترهگر سره راټول شي او د عراق په څير افغانستان هعم له ورته ناورین سره مخامخ شي. له دې سره به بې ثباتي زیاته شي، دغه ځای به بیرته د ترهگرو له پاره خوندي تاټوبی وگرځي او بیا به امریکا متحد ایالات په مستقیمه توگه گواښول کيږي.»

د افغانستان د ولسمشر او دغه راز د امریکايي سناتورانو د غوښتونو سره سره چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو پر پلان له سره غور وشي، ولسمشر بارک اوبا لا تراوسه په رسمي توگه په هغه کې د کوم بدلون اعلان نه دی کړی. که څه هم له پرونۍ غونډي دمخه د متحدو ایالاتو یو لوړ پوړي چارواکی چې هویت یی بربند شوی نه دی، د رویترز خبري آژانس ته وویل چې «ولسمشر هم اوس په دې هکله فکر کوي چې آیا د عسکرو وتلو ورو شي که نه.»

افغان ولسمشر غني راتلونکې میاشت واشنگتن ته سفر لري او گومان کیږي چې پر خپلو امریکايي متحدینو باندي به په دې هکله یووار بیا ټینگار وکړي.

په افغانستان کې د «داعش» د پیدا کیدو په هکله اندېښنه

جنرال کیمپبل وویل چې هغه به د عسکرو د استقرار په هکله له ډير انعطاف څخه کار واخلي، ځکه د اوسني پلان له مخې د روان کال تر پایه پوري به ډير امریکايي عسکر په کابل کې حضور ولري. جنرال کیمپبل وویل: «زه په خاصه توگه د ۲۰۱۵م کال د دوبي په هکله اندیښنه لرم، ځکه دا به د جگړې لومړی فصل وي چې افغان ځواکونه په بشپړه توگه يوازي له ياغيانو سره مقابله کوي.» هغه وویل، په همدې وجه امریکايي ځواک به افغان سرتیرو ته په ترهگرۍ ضد عملیاتو کې ځانگړې روزنه ورکړي.

جنرال کیمپبل دغه راز په افغانستان کې د ترهگري ډلي «اسلامي دولت» د جنگیالیو د پیدايښت په هکله اندېښنه څرگنده کړه. هغه وویل چې د داسي یوې ډلي پيدايښت، دلته یو نوی تحول دی او عمدتا هغوی ښايي ځیني حاشیوي یا ناراض طالب جنگیالي وي او ځان د «داعش» په توگه معرفي کړي.

هغه وویل: «موږ لا تراوسه دغه بالقوه گواښ جدي گڼو، د هغوی تندي ویناوي او ايډيالوژي ډير خطرناک دي.» جنرال کیمپبل یادونه وکړه: «موږ د افغانستان له ملي امنیت ځواکونو سره له نژدې کار کو، څو د دغي شبکې خصوصیت و ارزوو.»

جنرال کیمپبل د يوې پوښتني په جواب کي وویل: «هغه افغانان چې رسنۍ اوري، هغوی په تیرو ۴۵ تر ۶۰ ورځو پوري د دغي ډلې په هکله ډير څه پوهیږي.» هغه زیاته کړه: «ځیني طالبان له خپلو لیکو جلا شوي دي او ادعا کوي چې هغوی داعش ته بیعت کړی. د افغانستان په ځینو برخو کې دغسي تحول لیدل شوی دی. موږ په دې هکله د ځینو جلب او جذب او د هغو د لیکنو شاهدان یو. دغه راز په ځینو پوهنتونونو کې په دې هکله خبري کیږي.»

په افغانستان کې د امریکايي ځواک دغه جنرال د سنا کمیټې ته په خپلو یادونو کې وویل: «دا د افغان ولسمشر غني یوه اندېښنه ده ، نو په دې وجه زما اندېښنه هم ده.»