1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سږ کال تر ۱۰۰ زرو ډیر مهاجر په کښتیو کې اروپا ته رسیدلي دي

۱۳۹۶ تیر ۱۳, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ پر بنسټ د روان کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۱۰۱ زره مهاجر د مدیترانې بحیرې له لارې اروپا ته رسیدلي دي. په همدې منځ کې ۲۲۵۰ تنه نور بیا په دې سمندري مسیر کې ډوب شوي دي.

https://p.dw.com/p/2futO
Bootsflüchtlinge aus Kuba
انځور: picture alliance/dpa

په دې رپوټ کې چې نن د سه شنبې په ورځ په ژنیف کې د ملګرو ملتونو سازمان له خوا خپور شوی دی زیاته شوې چې په روان کال کې اروپا ته د رسیدلو مهاجرو ۸۵ سلنه یې ایټالیې ته ورغلي دي. پاتې نور یې په یونان، فبرس او هسپانیا کې راجیستر شوي دي.

د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټونو په حواله د راجیستر شویو مهاجرو لویه برخه د نایجیریا، ارتیریا او سومالیا په شان د افریقایې هیوادونو مهاجر دي. د جګړه ځپلي هیواد سوریې مهاجر هم په دوی کې شامل دي.

د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ پر بنسټ د ۲۰۱۶ کال په لومړۍ نیمایې کې شاوخوا ۲۳۲ زره مهاجر اروپا ته را رسیدلي ول. په دې زماني واحد کې ۲۹۶۰ تنه نارینه، ښځې او ماشومان په اوبو کې ډوب شوي او یا هم لادرکه شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د مهاجرو په راتګ کې د کمښت دلیل د بالکان د مسیر بندیدل په ګوته کوي چې له دې لارې ډیر شمیر مهاجر سویلي ختیځ اروپایې هیوادونو او آلمان ته رسیدلي دي. همدارنګه له ترکیي سره د مهاجرو په ارتباط د اروپایې اتحادیې موافقتنامه دغې وچې ته د مهاجرو د راتګ د بهیر په کمښت کې مهم رول درلود.

خو سره له دې د بشري ناورینونو او انسانانو د وژل کیدو شمیر د ۲۰۱۶ م کال په پرتله لوړ دی. د دې یو دلیل دا دی چې د قاچاقبرانو اکثره کیشتۍ د سمندري سفر له پاره مساعدې نه دي. دوی په ناکاره کیشتیو کې مهاجر د افریقا له شمال څخه د مدیترانې بحیرې له مرکزې لارې ایټالیا ته د لیږدولو کوښښ کوي.

په دې اړه زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز رپوټ: