1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سکاټلنډ د خپلواکۍ پرضد رايه ورکړه

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ شهریور ۲۸, جمعه

د رايو ورکولو د تقريباً ټولو حوزو تر رايو شمېرني وروسته د سکاټلنډ د خپلواکۍ مخالفانو تقريباً ۵۵ سلنه رايي گټلي دي. له لويي بريتانيا څخه د خپلواکۍ پلويانو خپله ماتې منلې ده.

https://p.dw.com/p/1DFTt
انځور: Reuters/D. Martinez

د سکاټلنډ د خپلواکۍ خوځښت له بريتانيا څخه د بېلتون په اړه ټولپوښتنه بايلوده. د رسمي شمېرو له مخي له ۳۲ رايو ورکولو محلونو څخه د ۳۱ محلونو تر رايو شمېرلو وروسته څرگنه سوې ده چي د سکاټلنډ بېلتون غوښتونکي خوځښت ۴۴،۵۸ د ۵۵،۴۲ سلنه په مقابل کي د خپلو مخالفانو پروړاندي ماته خوړلې ده.

د سکاټلنډ د حکومت او بېلتون غوښتونکو خوځښت مشر الکس سالموند، خپله ماته اعلان کړې ده. هغه تر خپلي ماتي وروسته ويلي دي: «زه د خلکو دغه حکم منم چي وايي په اوس وخت کي دي خپلواکي نه وي.»

الکس سالموند: «اکثريت خپلواکي نه غواړي»
الکس سالموند: «اکثريت خپلواکي نه غواړي»انځور: Reuters/Russell Cheyne

هغه دغه راز وويل چي په ټولپوښتنه کي داسي روش سوی دئ چي ټولو اړخونو ته د منلو وړ وو. د هغه په مشرتوب د سکاټلنډ ملي گوند چي د سکاټلنډ د خپلواکۍ خوځښت سخت ملاتړی دئ، د لومړيو شننو له مخي په خپله سيمه کي په دې نوو توانېدلی چي رايي ورکوونکي چمتو کړي.

تر ۸۰ سلنه زيات گډون

په داسي حال کي چي په سترو ښارونو «گلاسکو» او «داندي» کي اکثريت له بريتانيا څخه د بېلتون په پلوي رايه ورکړې ده، خو د رايو ورکولو گډون کوونکي په دغو سيمو کي دومره نه ول چي د نورو سيمو په مقابل کي د ټولپوښتني په نتيجه کي بدلون راولي.

د لومړيو شمېرو له اعلانېدو سره ښوول کيږي چي په ټولپوښتنه کي د گډون کوونکو شمېر تر ۸۰ سلنه ډير وو.

کامرون مبارکي ورکړې ده

د بريتانيا لومړی وزير ديويد کامرون چي لکه د بريتانيا د نورو گوندونو په شان د سکاټلنډ د بېلتون مخالف دی د سکاټلنډ د بېلتون غوښتونکي خوځښت مخالفانو ته مبارکي ورکړې ده. هغه د ټولنيزي شبکې تويتر له لاري د خپلوکي خوځښت د مخالفانو مشر آليستر دارلينگ، ته د انتخاباتي مبارزې مبارکي ورکړې ده.

د خلکو خوښۍ
د خلکو خوښۍانځور: Getty Images/M. Runnacles

هغه ويلي دي: «ما له آليستر دارلينگ سره خبري وکړې او هغه ته مي د ښه انتخاباتي مبارزې تبريکي ورکړه.» هغه دغه راز په «دونينگ ستريت» کي د يوې وينا اعلان هم وکړ.

نه يوازي په لويي بريتانيا، بلکي په ټوله اروپا کي دغي ټولپوښتني ته په سختي بې صبرۍ سره تمه کېده. د سکاټلنډ بېلتون به په اروپا کي د نورو هغو سيمو له پاره چي غواړي جلا سي يو ستر تشويق وای.