1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سیاسي مخالفین، ورونه که وسله والي مخالفې ډلي

مسعود جهش۱۳۹۴ مرداد ۱۲, دوشنبه

افغان حکومت د یکشنبې په ورځ یوه بیانیه خپره کړې چې پکښې راغلي، د کابل حکومت «طالبان او نوري وسله والي ډلي یوازي د دولت د وسله والو مخالفینو په نوم پیژني.» تر دې مخه ولسمشر غني طالبان سیاسي مخالفین او ورونه بللي ول.

https://p.dw.com/p/1G915
انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخهانځور: Getty Images/AFP/A. Karimi

د ولسمشرۍ ماڼي له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «د افغانستان اسلامي دولت، د طالبانو او بله هره مخالفه وسلواله ډله یوازي د وسله والي مخالفي ډلي په نوم پیژني.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه ولسمشر غني امریکا متحدو ایالاتو ته د خپل سفر پر مهال ویلي ول چې طالبان د افغان حکومت سیاسي مخالفین دي او باید خبري اتري ورسره وشي چې ستونزي له منځه ولاړي شي. تر دې وروسته بیا ولسمشر غني د خوست ولایت خلکو ته په خپله وینا کې طالبانو ته د «ورونو» خطاب وکړ او ویې ویل چې هغوی باید خپلي غوښتني په لیکلې بڼه افغان حکومت ته د سولي بهیر په ترڅ کې وسپاري.

دغه څرګندونې ولسمشر غني د طالبانو او افغان حکومت د استازو تر منخ له لومړۍ غونډي وروسته کړي وې او ویلې يې ول چې استازي به يې په دویمه غونډه کې چې د جولای میاشتي پر ۳۱ نېټه پلان شوې د طالبانو د غوښتنو یو نوملړ ترلاسه کړي. دغه غوڼډه و نه شوه او له کبله یې د طالبانو له پاره د ارګ تیرمينالوژي هم بدلون وکړ او له ورونه بیا په «وسله والو مخالفینو» بدل شول.

د سیاسي چارو کارپوه یونس فکور، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې له همدې کبله ولسمشرۍ ماڼۍ او نور چارواکي د حالاتو له بدلیدو سره خپله ترمینالوژي هم بدلوي: «زه فکر کوم چې د یوې څرگنډي پالیسي او ترمينالوژي نه شتون دی چې دوی [افغان چارواکي] ورته [طالبانو ته] کله ورونه، کله سیاسي مخالفین او کله هم وسله وال مخالفین وايي.»

«په نظام او تر هغه دباندي کسانو ته ګواښ»

له بلي خوا بیا په یوه وخت کې دولت چارواکي هم د طالبانو او نورو مخالفینو له پاره یوه ترمینالوژي نه کاروي. د ولسمشر غني لومړی مرستیال چې د افغانستان شمال ته د طالبانو د ځپلو په موخه تللی وو، له افغان رسنیو سره په خبرو کې وویل چې هر هغه څوک چې د افغان حکومت پر ضد جنګیږي «خاینان او پلورل شوي دي». کله چې له هغه څخه وپوښتل شول چې ایا طالبانو ته ورونه ويلای شي او که نه؟ نو لومړي مرستیال وویل چې «دا څه ډول ورونه دي چې خپل نور ورونه وژني».

د اجرائیه ریاست ویاندان خو بیا تر دې هم ترخه کلمات کاروي او طالبان او نوري ډلې ترهګر بولي. د اجرائیه ریاست ویاندانو تر دې مخکې ویلي ول چې د سولي بهیر هغه پایلې چې دوی یې تمه لرله نه دي لرلي ځکه «ترهګرو خپلو بریدونو ته دوام وکړی دی».

یونس فکور زیاتوي چې دغه بیانیه په عین حال کې د هغو خوځښتونو پر وړاندي هم ده چې د سولي د روان بهیر په اړه رامنځ ته شوي دي: «دغه بیانیه یو څه د طالبانو هغي ډلي ته هم متوجه وه چې غواړي جنګ ته دوام ورکړ او خپل والیان او ولسوالان لري. په عین حال کې دغه بیانیه د ارګ له خوا خپلو داخلي وسله والو ډلو ته هم متوجه وه چې پکښې ګواښ شوی وو چې که څوک غواړي پر خپل سر موازي حکومتونو جوړ کړي نو هغوی ته به هم د وسله والو مخالفینو په سترګه وکتل شي او يرغل به پرې وشي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب