1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سیما سمر: لاس ته راوړنې ماتیدونکې دي

حسین سیرت/ مسعود جهش۱۳۹۴ فروردین ۱۹, چهارشنبه

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون په کابل کې «په افغانستان کې د بشري حقونو د راتلونکې» تر عنوان لاندې کنفرانس جوړ کړ. حکومتي چارواکو ویلي دي چې د بشري حقونو ملاتړ او د هغوی رعایت ته ژمن دي.

https://p.dw.com/p/1F4GX
انځور: DW/H. Sirat

په دې کنفرانس کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، د اروپايي ټولنې استازي او د بخښنې نړیوال سازمان سرمنشي له افغانستان څخه و غوښتل چې د بشري حقونو درناوی وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون وویل چې افغانستان په تیرو ۱۳ کلونو کې د بشري حقونو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی خو اوس هم د افغانانو بنسټیز حقوق تر پښو لاندې کیږي، د کلیو اوسیدونکي مصئونیت نه لري او لاس ته راوړنې ماتیدونکې دي.

د دغه کمیسیون د څرګندونو پر اساس د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی اوس هم دوام لري او ماشومان ډیر اسیب پذیره دي. دې کمیسیون اندیښنه څرګنده کړې ده چې قانون په سمه توګه نه طبیقیږي او اوس هم بې مسوولیته وسلوال کسان خلک زوروي او دا چې ډیری افغانان او په خاصه توګه بیا ښځې عدالت ته لاس رسی نه لري.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې سیما سمر، وویل: «هیله لرم چې د ملي یووالي حکومت داسې اقدامات ترسره کړي چې افغانان وشي کولای له انساني کرامت سره ژوند وکړي.»

سمر په ډاګه کړه چې د فرخندې وژنې او په زابل کې د ۳۱ تنو برمته کیدو وښووله چې افغانان اوس هم مصوونه نه دي. له بلې خوا افغان چارواکي وایي چې له بشري حقونو باید د غچ اخیستلو په معنی نه وي.

د افغان حکومت اجرائیه وي رییس عبدالله عبدالله، وویل: «جنایت کار باید د خپل کار جزا وویني. خو موږ له چا غچ نه اخلو. کله چې په یوه هیواد کې دوه میلیونه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي، په هر کور او کوڅه کې باید یو کس له بل څخه انتقام واخلي.»


سوله او بشري حقونه
په افغانستان کې د سولې او بشري حقونو موضوع ډیر بحثونه راپارولي دي. افغان حکومت هڅه کوي چې له طالبانو سره سوله وکړي. چارواکي وايي چې له قربانۍ پرته سوله نه شي راتلای. خو د بشري حقونو فعالان وایي چې طالبان پر بشري حقونو باندې باور نه لري، او د دغې ډلې تر نفوذ لاندې سیمو کې میشت افغانان له خپلو بنسټیزو حقونو برخمن نه دي.

عبدالله عبدالله :جنایت کار باید د خپلو اعمالو سزا وویني
عبدالله عبدالله :جنایت کار باید د خپلو اعمالو سزا ووینيانځور: DW/H. Sirat

خو د ملي یووالي حکومت چارواکو ژمنه وکړه چې بشري حقونه به د سولې قرباني نه شي. ډاکټر عبدالله عبدالله وویل: «که سوله په دې قیمت وی چې موږ ووایو راځئ د خلکو له حقونو تیریږو او سولې ته ځان رسوو. دا یوازې یو خوب او خیال دی. خلکو دغه لاس ته راوړنې د خپلو وینو په بیه ترلاسه کړي دي او چا ورته هغه ډالۍ کړې نه دي.»

حسین سیرت (مسعود جهش)
شمس الرحمان ناصر