1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سینیگال ښايي یمن ته ځواکونه واستوي

۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۶, چهارشنبه

د سینیگال هیواد به په یمن کې د یاغیانو پر ضد پوځي عملیاتو کې د گډون له پاره دغه هیواد ته تقريبا ۲۰۰۰ عسکر واستوي. په دې سره سینیگال پخوانی دود له منځه وړی. خو اپوزیسیون او مدني ټولنې د دغه ماموریت مخالفت کوي.

https://p.dw.com/p/1FL1k
انځور: Getty Images/AFP/Behan
د ټوټیر په ټولنیزه شبکه کې پیغامونه واضحه دي. له پلازمېنې ډاکار، څخه هوا با په خپل پیغام کې لیکلي دي: «د سینیگال دا پریکړه چې د سعودي عربستان په مشرۍ د جگړې د ملاتړ له پاره ځواکونه یمن ته واستوي، غیر محبوبه ده: وگړي او پارلمان د هغې پر ضد دي.»

له پلازمېنې ډاکار څخه محمدو ندایي په انتقادي توگه په خپل پیغام کې لیکلي دي: «نایجیریا باید سینیگالي پوځ د بوکو حرام پر ضد جگړې له پاره استخدام کړي او په بدل کې بای نفت ورکړي. ځکه هر څه په پیسو راڅرخي.»

د سعودي عربستان غوښتنه

د دوشنبې له ورځې راهیسې دا خبره په ډاگه شوې ده چې د لویدیځي افریقا هیواد سینیگال به په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد جگړې ته ۲۱۰۰ سرتیري واستوي. د سینیگال د بهرنیو چارو وزیر پارلمان ته ویلي دي چې ولسمشر مکي سال، څخه د سعودي عربستان پاچا دغه غوښتنه کړې وه.

سعودي عربستان د مارچ میاشتې راهیسې د یوه پوځي ائتلاف مشري کوي چې د حوثي یاغیانو د پرمختگ د مخنیوي په موخه د هغوی مورچلې بمباري کوي. د سینیگال ډیری وگړي هم د سعودي عربستان د زیات اکثریت په څیر سني مذهبه دي. حوثيان بیا شیعه مذهبه دي او ویل کیږي چې د ایران له ملاتړ څخه برخمن دي. هغوی د یمن د ولسمشر عبد ربه منصور هادي د پلویانو پر ضد جنگیږي. هادي په سعودي عربستان کې پنا اخیستې ده.

د سینیگال حکومت سعودي عربستان د «یوه ښه دوست» په توگه یاد کړی دی او خبرداری یې ورکړی دی چې په یمن کې حوثي یاغیان د سیمې د ثبات له پاره یو جدي گواښ گرځیدلی شي. د سینیگال د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي: «په یوه نړیوال کړکیچ کې د سینیگال ونډه لرلو مقصد دا دی چې د اسلام د مقدسو ښارونو مکې او مدیني حفاظت وشي، چې د دغو ترهگرو ډلو له خطر سره مخامخ دي.»

«پيسې ډيري مساعدي دي»

خو د سینیگال د اپوزیسیون یو سیاستوال مودوو ډیاگني فادا، بیا برعکس وایي چې «نه سعودي عربستان او نه هم د اسلام مقدس ځایونه له گواښ سره مخامخ دي.» هغه یادونه کړې ده چې «هیڅ دلیل وجود نه لري چې د سینیگال له لوري پوځي مداخله توجیه کاندي.»

د بریتانیي د «کېتم هاوس» په نوم له فکري بنسټ څخه د افریقا د چارو کارپوه پاول میلي هم پر دې نظر دی چې د سینیگال د حکومت دلایل نه شي درک کولای. د هغه په وینا دا ځکه چې په یمن کې د حوثیانو کړکیچ د واټن له لحاظه له مکې او مدینې څخه لیرې دی. د هغه په وینا اصل کې مسله د پیسو او په سیمه کې د نفوذ پر سر ده. هغه زیاتوي: «پیسې چې په احتمالي توگه د سعودي عربستان یا د عربي د ائتلاف له لوري نورو عربي هیوادونو ته ورکول کیږي، د سینیگال د حکومت له پاره به ډیرې مساعدي وي. خو ولسمشر مکي سال په دې گام سره غواړي چې له خلیجي هیوادونو سره خپلې پیاوړې اړیکي هم وښيي.»

د افریقا د چارو نوموړی کارپوه زیاتوي چې په یمن کې په یوه نړیوال کړکیچ کې د سینیگال ونډه لرل د دغه هیواد له پاره یوه نوې خبرې ده. د هغه په وینا دغه هیواد په نړیوالو سوله ساتو ماموریتونو کې له ډیر پخوا څخه ونډه لرلې ده.

ملگرو ملتونو له پوځي ائتلاف څخه په یمن کې د یوه اوربند غوښتنه کړې ده. د ملگرو ملتونو په وینا په جگړو او هوایي بریدونو کې تر اوسه ۶۵۰ ملکي کسان وژل شوي او تر ۱۳۶۰ زیات ټپیان شوي دي.