1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«کرزي او خلیلي خپلې دارایي ګانې په سمه توګه نه دي ثبت کړي»

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ مهر ۱, پنجشنبه

سیګار ویلي دي چې د اداري فساد پر ضد په ۲۰۰۸ کال کې جوړه شوې اداره غیر موثره او چارواکو پورې تړلې وه. ویل شوي دي چې دغې ادارې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، دارایي ګانې نه وې ثبت کړې.

https://p.dw.com/p/1K6P7
Karsai Jahrestag der Unabhängigkeit 19.08.2014
انځور: Reuters

افغانستان ته د امریکا د پرمختیایي مرستو د څار ځانګړې ادارې یا سیګار ویلي دي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، او نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو له خوا د دارایي د ثبتولو فورمو خلاوې او غلطۍ لرلې. په دې رپوټ کې راغلي دي چې «له اداري فساد سره د مبارزې د ستراتیژي د تطبیق او د څارنې عالي اداره» په خپلو چارو کې خپلواکه نه وه او کارونو یې موثریت نه لره.

دا رپوټ په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کې په داسې حال کې ستونزې په ګوته کوي چې طالبانو تر بل هر وخت ډیر خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

ویل کیږي چې په افغانستان کې د حکومت په ټولو کچو کې فساد موجود دی له همدې کبله دغه هیواد د شفافیت نړیوال سازمان له خوا د ۱۶۸ هیوادونو په ډله کې د شفافیت له اړخه ۱۶۶ ځای خپل کړی دی.

سیګار ویلي دي چې ولسمشر کرزي د خپلو دارایي ګانو په فورم کې چې د ۲۰۱۵ کال په سپتمبر میاشت کې یې دغې ادارې ته سپارلی دی، ویلي دي چې په یوه آلماني بانک کې پیسې لري، خو هغه نه د خپل حساب نمبر لیکلی دی او نه یې هم ویلي دي چې دغه پیسې یې له کومې سرچینې ترلاسه کړي دي.

په رپوټ کې زیاته شوې ده: «د شخصي دارایي ګانو کې ولسمشر ویلي دي چې جواهرات لري، خو یو ځل بیا نه د دغو جواهراتو د رانیولو نیټه ښوول شوې او نه هم دا خبره لیکل شوې ده چې دغه جواهرات اوس څومر ارزښت لري. پر دې سربیره دا هم نه دي لیکل شوي چې د دغو جواهراتو د رانیولو له پاره د عاید سرچینه کومه وه.»

په رپوټ کې راغلي دي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي دویم مرستیال کریم خليلي، د خپل کار په پای کې د دغې فورمې د ډکولو پر مهال ویلي دي چې هغه نه نقدې پیسې لري، نه کوم شخصي با ارزښته توکي لري، نه موټر، نه یې پر چا پور دی، نه له خپل رسمي کار بهر کوم کاروبار او نه هم د زده کړې له پاره بیلې شوې پیسې.

خلیلي په دغه فورم کې یوازې یو کور، او څلور قطعې ځمکه د خپلې دارایي په توګه ښوولې ده خو هغه هم د دغو دارایي ګانو د اوسني ارزښت په اړه معلومات نه دي ورکړي.

په رپوټ کې د یوه مشاور په حواله لیکل شوي دي چې د اداري فساد دغه اداره یوازې د نړیوالو د خوشحاله ساتلو له پاره جوړه شوې وه.