1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شانگهای سازمان له افغانستان سره په امنيتي برخه کي همکاري کوي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۷, پنجشنبه

د شانگهای د همکاريو سازمان د سيمه ييز تروريزم ضد جوړښت به له افغانستان سره په امنيتي برخه کي همکاري کوي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وزير له دغه جوړښت سره په امنيتي برخه کي يو پروتوکول لاسليک کړ.

https://p.dw.com/p/1FXV8
Shanghaier Organisation für Zusammenarbeit
انځور: AFP/GettyImages

د شانگهای د همکاريو سازمان د سيمه ييز تروريزم ضد جوړښت د اجرائيه کمېټې مشر ژان سينفين، انترفکس خبري آژانس ته ويلي دي چي په کابل کي ئې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال وزير حکمت خليل کرزي، سره د سيمه ييز امنيت په برخه کي يو پروتوکول لاسليک کړی دئ.

سينفين ويلي دي: «د دغه سند له مخي به د سيمه ييز تروريزم ضد جوړښت او د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت [د شانگهای د همکاريو سازمان څارونکی غړی] به په گډه له تروريزم، بېلتون غوښتني او افراطيت سره د مبارزې په برخه کي همکاري کوي.»

د شانگهای د همکاريو سازمان دغه استازي تيره اونۍ په کابل کي د افغانستان د ملي امنيت شورا، بهرنيو چارو وزارت او د کورنيو چارو وزارت له جنايي امريت سره خبري اتري لرې.

په دغه ليدنه کتنه کي په منځني ختيځ او مرکزي آسیا کي د نړيوال تروريزم د فعاليتونو په اړه هم نظرونه سره شريک سوي او دې پايلي ته رسېدلي چي په سيمه کي بايد د دغه گواښ پرضد گډه همکاري وکړي.

د شانگهای د همکاريو سازمان غړي قزاقستان، قرغزستان، چين، روسيه، تاجيکستان او ازبکستان دي. په دغه سازمان کي افغانستان له هندوستان، ايران، منگوليا او پاکستان سره د څارونکو هيوادونو په توگه غړي توب لري، او د خبرو اترو شريک هيوادونه ئې سپينه روسيه، سريلانکا او ترکيه دي.

د شانگهای د همکاريو سازمان د سيمه ييز تروريزم ضد جرائيه کمېټې مقر په تاشکند کي دئ.