1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شاه رخ خان د امريکا په یوه هوايي ډګر کي نيول سوی

آژانسونه/ ا.ا۱۳۹۵ مرداد ۲۲, جمعه

د هندي فلمونو ستوری شاه رخ خان وايي چي د امريکا متحدو ايالاتو په يوه هوايي ډګر کي توقيف سوی دی. هغه تر دې دمخه هم د امريکا په يوه هوايي ډګر کي څو ساعته ځنډول سوی ؤ.

https://p.dw.com/p/1Jgzp
Indien Bollywood Schauspieler Shah Rukh Khan
انځور: picture-alliance/dpa

شاه رخ خان د ټويټر پر خپله پاڼه ليکلي دی چي د امريکا متحدو ايالاتو د لاس انجلس په هوايي ډګر کي د جمعې په ورځ (۲۰۱۶ کال د اګست ۱۲مه نېټه) توقيف کړل سوی دي. نوموړي ليکلي:

«زه په بشپړه توګه امنيت ته احترام لرم، په زياته بيا په داسي نړۍ کي لکه اوس چي ده. خو د امريکا د ايميگرېشن (سرحدي پوليسو) له خوا هر ځلي نيول کېدل په حقيقت کي ډېر بد خوند کوي.»



شاه رخ خان چي د باليؤډ يا د هندي فلمي نړۍ يو له تر ټولو مهمو ايکټرانو څخه دی، په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲م کلونو کي هم د امريکا د سرحدي پوليسو له خوا ترې پوښتني ګروېږني سوي وې.

په هند کي د امريکا متحدو ايالاتو سفير ريچار وېرما، شاه رخ خان ته وړانديز وکړ، چي له شاه رخ خان څخه به بخښنه وغواړي. سفير ويلي: «د لاس انجلس په هوايي ډګر کي د تکليف په اړه بخښنه غواړم. موږ پر دې کار کوو چي دا کار بيا تکرار نه سي. ستا کار و ميليونونو انسانانو ته الهام وربخښي، د امريکا په گډون.»

خو شاه رخ خان ورته جواب ورکړی: «تکليف نه دی ښاغلی، زه د پروتوکول (اصولو) احترام کوم او ځان ورباندي لوړ نه احساسوم. صرف يو څه ناراحتي وه. ستاسو له خواخوږۍ څخه مننه.»

شاه رخ خان په امريکا کي خپلو مخکنيو ورته توقيفونو ته په کتو سره ويلي دي چي ښايي د دې لامل د نوموړي مسلمان نوم وي. دغه ايکټر په يوه فلم کي چي نوم يې «زما نوم خان دی، خو زه ترهګر نه يم» کار کړی دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (30.07.2016):