1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شتاينماير: افغانستان او پاکستان دې سره پخلا شي

۱۳۸۶ خرداد ۲, چهارشنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شتاينماير په افغانستان او پاکستان باندې غږ کړی دی چې د دواړو هېوادونو تر منځ موجودو شخړو ته دې د پای ټکی ورکړای شي.

https://p.dw.com/p/DKIm
شتاينماير او مشرف سره ونه ليدل ځکه چې د پاکستان ولسمشر تر سياسي فشار لاندې راغلی دی
شتاينماير او مشرف سره ونه ليدل ځکه چې د پاکستان ولسمشر تر سياسي فشار لاندې راغلی دیانځور: AP
له خپل پاکستاني سيال خورشيد قصوري سره تر کتنې وروسته ښاغلي شتاينماير زياته کړه چې «د گاونډيو هېوادونو د همکارۍ نه پرته نه شي کېدای چې افغانستان کې سوله ټينگه شي.» شتاينماير غوښتل چې د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان له ولسمشر پرويز مشرف سره هم وويني. خو نوموړی دا مهال په خپل هېواد کې تر سياسي فشار لاندې دی او ځکه يې له ده سره ليدنه ونه شوه.