1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شتاينماير د آلمان د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو

۱۳۹۵ بهمن ۲۴, یکشنبه

فرانک والتر شتاينماير د صدارت وزير، د فراکسيون مشر، د بهرنيو چارو وزير او د صدراعظمۍ له پاره کانديد هم پاته شوی دی. نوموړی اوس د آلمان ولسمشر وټاکل شو.

https://p.dw.com/p/2XPdb
Bundespräsidendentenwahl Merkel gratuliert Frank-Walter Steinmeier
انځور: Getty Images/AFP/O. Andersen

نن يکشنبې د فبرورۍ په ۱۲مه (۲۰۱۷ کال) فرانک والتر شتاينماير د آلمان د اتحاد او سوسیال دموکرات ګوندونو د ګډ کانديد په توګه د آلمان رئيس جمهور وټاکل شو. د هغه په انتخاب کې چا جدي شک نه درلود، که د لوی ائيتلاف مطلق اکثريت ته څوک ځير شي چې په «فدرالي غونډه» يعنې د انتخاب په اُرګان کې يې لري. په دې ترتيب د مېرکل په مشرۍ د اتحاد ګوند له ډېر زړه نا زړه توب وروسته د سوسيال دموکرات ګوند دغه سياستوال د آلمان تر ټولو لوړې چوکۍ ته نوموي.

فرانک والتر شتاينماير له ډېرو کلونو راهيسې د آلمان په سياست کې يوه اصلي څېره ده، چې وروستنۍ دنده يې د اتحاد او سوسيال دموکرات ګوند د لوی ائيتلاف په دوره کې د بهرنيو چارو د وزارت مشري وه. خو دا يوازې آخرنۍ چوکۍ وه چې دغه ۶۰ کلن سوسيال دموکرات سياستوال په خپل تقريبا ۲۰ کلن کاري ژوند کې يې لرلې ده. هغه د صدارت وزير، د فراکسيون مشر، د بهرنيو چارو وزير او د صدراعظمۍ له پاره کانديد هم پاته شوی دی. که شتاينماير اوس د ولسمشر، يواخيم ګاوک، ځای ناستی وټاکل شي، نو ګويا کوم نامعلوم کس هسې د ستيج په سر نه راڅرګنديږي.

د آلمان تر ټولو محبوب سياستوال

حتی بر عکس: شتاينماير هر هغه څه لري چې د رياست جمهورۍ له پاره ورته اړتيا لري. د صدراعظمې انګلا مېرکل تر لارښوونې لاندې د بهرنيو چارو پخواني وزير ته په ټولو ګوندونو کې په درنه سترګه کتل کيږي، هغه په ديپلوماسۍ کې تجربه لري، په نړۍ کې محبوبيت لري او ډېر کړکېچونه يې ګاللي دي. د ټولپوښتنو د پايلو له مخې هغه په ولس کې هم ډېر محبوبيت لری. شتاينماير د کلونو راهيسې د آلمان په محبوبو سياستوالو کې ځای لري. دغه محبوبيت به ښايي يو وروستی دليل اوسېدلی وي چې د اوونيو اوږدو کشماکشونو وروسته شتاينماير ولې د ولسمشرۍ له پاره وړ کانديد وبلل شو.

دا چې د نوردراين وېستفالن آيالت د يوه ترکاڼ يا نجار زوی، فرانک والتر شتاينماير، د دولت په تر ټولو لوړه چوکۍ کې علاقه لري، ډېرو کتونکو د کلونو راهيسې انګېرلي وو. شتاينماير خپله د بهرنيو چارو د وزير په صفت په ډېرو سفرونو کې چې تقريبا ۴۰۰ زره کيلومتره يې د الوتکې د لارې په کال کې وهلي دي، نو تل يې ځان د يوه اصلي مشر په توګه ښوده چې تل يې غوښتل تعادل او انډول مراعات کړي.

په تېره د اوکراين په جنجال کې يې د کيف او مسکو تر منځ د تګ راتګ د ديپلوماسۍ له کبله ډېر احترام او وزن ګټلی دی. شتاينماير هغه وخت په دې کې مرسته وکړه چې د دغه کړکېچ ترينګلتيا راکمه شي. دا کار د ده له خوا د الفاظو په سنجښت پورې تړل کيږي. خو شتاينماير د متحده آيالاتو د ولسمشر په اړه بيا قاطعې څرګندونې هم وکړې. هغه د امريکا د انتخاباتي کمپاين په ترڅ کې، دونالد ټرمپ، د «قهر يو مبلغ» وباله. وروسته يې بيا وويل چې د ټرمپ ولسمشري د «زاړه نړيوال جوړښت د پای» ته رسېدلو نښانه ده. دغه خبره له هغه ديپلومات سره سمون نه لري چې ډېر شمېر کتونکي ورته يوازې د ميرزا قلمۍ د ماهر په سترګه ګوري.

د صدراعظم شرودر تر سيوري لاندې ترفيع

خپله کاري دوره شتيانماير د پخواني صدراعظم، ګېرهارد شرودر، سره جوخت شروع کړه. شتاينماير د شرودر د دفتر رئيس و کله چې نوموړی د نيدرزاکسن د آيالت لومړی وزير وو. کله چې سوسيال دموکرات ګوند به ۱۹۹۸ کال کې په برلين کې د حکومت جوړولو وظيفه تر لاسه کړه، نو شتاينماير د معيين او وروسته د صدارت د لوی وزير په توګه د پلازمېنې د سياسي قدرت مرکز ته ورانتقال شو. په ۲۰۰۵ کال کې هغه د صدراعظمې مېرکل د لومړي ائيتلاف په وخت د بهرنيو چارو وزير جوړ شو.

شتاينماير مرستيال صدراعظم و او د ۲۰۰۹ کال په انتخاباتو کې د سوسيال دموکراتانو کانديد د صراعظمۍ له پاره هم و. هغوی دغه انتخابات وبايلل چې ډېرو د دغې ماتې پړه د شتاينماير له خوا له ولس سره د لږ پيوستون په نتيجه کې راټوکېدلې بللې وه. په ۲۰۱۳ کال کې شتاينماير له پارلماني انتخاباتو وروسته او د اتحاد او سوسيال دموکرات ګوندونو تر منځ د بيا ځلي ائيتلاف تر جوړېدلو روسته بيا خارجه وزارت ته ستون شو چې د آلمان د بهرني سياست په تر ټولو مخکښو څېرو کې راځي.

شتاينماير د ۱۹۵۶ کال د جنورۍ په پنځمه په دېتمولد کې زېږېدلی چې له قاضۍ، ايلکه بويدن بېندرو سره يې واده کړی دی. هغوی يوه لور لري چې په خپلو لوړو تحصيلاتو بوخته ده. شتاينماير د انسان په صفت هم به ۲۰۱۰ کال کې د خلکو توجه ځان ته جلب کړه. شتاينماير هغه وخت د فراکسيون د مشر په صفت له سياست څخه يو څه وخت فاصله ونيوله، څو خپلې سختې نارغه شوې مېرمنې ته د خپل يوه پښتورګي بسپنه وکړي. دغه کار ته په ولس کې خلکو د احترام ښودلو تر څنګ شاباسي هم ويلې ده. 

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (23.01.2017):