1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شتاين بروک په راتلونکو ټاکنو کي د ميرکل سيال

۱۳۹۱ آذر ۱۹, یکشنبه

په آلمان کي ترټاکنو تقريباً لس مياشتي مخکي سوسيال ديموکراتانو د صدارت مقام ته خپل کانديد پيتر شتاين بروک ونوماوه. د مالي او اقتصادي چارو دغه کارپوه په سياسي چارو کي د خبرو پرمهال سخت تعرضي برخورد لري.

https://p.dw.com/p/16yr5
انځور: Reuters

شتاين بروک چي د آلمان له شمال څخه دی ډېره تيزه ژبه لري او په حقیقيت کې مثالي سیاستوال نه دی. ده په اصل کې په اداري څانګو کي په لوړو چوکيو کي کار کړی دی.

د ده له امرانه اواز څخه سړی ډاريږي. اکثره وخت د آلمان د سوسيال د يموکراتانو گوند په غونډه کي د ده غوڅ دريځ په غونډه کي نا آرامي رامنځته کوي. شتاين بروک هغه څوک نه دی چې د گوند د منځني خلکو له سرګرمۍ سره ځان په تړاو کي نه راولي، بلکي سرچپه د گونډ د ملګرو د پخواني فولادي خوی او خصلت په لټه کې دی.

کله چې د هامبورگ دغه وگړی خبري کوي، نو پکښې واضح دريځ او یو څه عاميانه ژبه ګډه وي. د ده ټولي خبري د يوه لوړ ملي ښوونڅی د تدريس په بڼه وي، او اکثره وخت دا بڼه  ديو مغرور په څير ګڼل کيږي. اصلي خبره دا ده چي دی هيڅکله هم ديپلوماتيک حرکت نه کوي.

د گوند چپي گروپ دی همېشه د يوه درد زغمونکي په توگه پيژني. دی ډيری وخت داسي خبري کوي، چې د گوند نور سياستوال يوازي د هغي فکر کوي، خو دا بيا هر ځای د ستايني وړ نه وي. د ډيرو له پاره بيا شتاين بروک په دغه ۱۵۰ کلن گوند يو متمدنه او  روښان څېره ده. خلک د ده ډیر احترام کوي.

دی بايد لومړی د پارټي ملاتړ تر لاسه کړي او بيا ځان پارلماني ټاکنو ته چمتو کړي.  مخکي له دې چې شتاين بروک له انگيلا مېرکل څخه ټاکني وگټي بايد د خپل گوند ملاتړ تر لاسه کړي.

د شټاين بروک د کانديدلو يوه ځانګړتيا دا ده چي د ده درگونی قوت، ګابريل، شټاين ماير او شټاين بروک، به د گوند د مشر او د دغه گوند د پارلماني ډلي له مشر سره په ګډه ټاکني پر مخ بيايي. شتاين بروک چې يو ځانګړی دريځ لري بايد دا په ثبات ورسوي چې دی له ټيم سره هم د کار جوګه دی.

لولکر/ محمدشيرين گردیوال
کتونکی: نجيب الله زيارمل