1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شتاين ماير په ختيځه اروپا کي د ناټو پر تمريناتو تنقيد کړی

آژانسونه / احمدولي اڅکزی۱۳۹۵ خرداد ۲۹, شنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شتاين ماير په ختيځه اروپا کي د ناټو پر نظامي تمريناتو تنقيد کړی دی. د شتاين ماير په وينا پر ختيځه پوله د ټانکونو قطارونه امنيت نه رامنځته کوي.

https://p.dw.com/p/1J98Y
Frank-Walter Steinmeier Argentinien Buenos Aires
انځور: picture-alliance/dpa/A.Ortiz

د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند سياستوال فرانک والتر شتاين ماير په ختيځه اروپا کي د ناټو پر تمريناتو تنقيد کړی دی. نوموړي و آلمانۍ ورځپاڼي «بلډ ام زونټاګ» ته ويلي دي: «کوم شی چي موږ يې بايد ونه کړو هغه په هوا کي د توري د وارونو او د جګړې په شور د وضعې لا لانجمه کول دي... دا به زموږ له پاره ښه نصيحت وي چي د نوي تصادم او مخامخ کېدنې له پاره لاملونه چا ته په لاس ور نکړو.»

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شتاين ماير په داسي حال کي دا څرګندونې کړي دي چي ناټو په تيرو ورځو کي د «اناکوندا ۲۰۱۶» په نوم لوی پوځي تمرينات تر سره کړل او خپله دفاعي وړتيا يې نندارې ته وړاندي کړه.

په پولنډ کي د تر سره سوو دغو پوځي تمريناتو برخوال له ۲۴ ناټو هيوادونو څخه ۳۱۰۰۰ عسکر ول. په دغو تمريناتو کي مقصد د داسي يو مخفي پوځي نېونې په وړاندي د غبرګون تمرين کول ؤ لکه روسيې چي د کريميا د نيمه ټاپو د نيولو له پاره د ۲۰۱۴ کال په پېل کي تر سره کړه.

د دې تر څنګ ناټو د سه شنبې په ورځ پرېکړه وکړه چي په پولنډ، لتوانيا، ايستونيا او لاتويا کي به زر زر عسکر مستقر کوي. آلمان هم غواړي چي د عسکرو په دغه چمتو کونه کي برخه واخلي.د وسلو د کمولو بحث

په اناکوندا ۲۰۱۶ تمريناتو کي د ناټو ۲۴ غړي ونډه وال دي
په اناکوندا ۲۰۱۶ تمريناتو کي د ناټو ۲۴ غړي ونډه وال ديانځور: picture alliance/ZUMAPRESS

شتاين ماير زياته کړې: «دا به يوه لويه تېروتنه وي که توجه صرف پر نظامي اړخ متمرکزه کړله سي او د حل لاره يوازي د بېرولو په لاره کي ولټول سي.» د آلمان د سوسيال ډيموکراټ ګوند دغه سیاستوال زياته کړې ده چي تاريخ دا درس ورکوي چي د مشترکي دفاع له پاره د هوډ تر څنګ بايد د خبرو اترو او شراکت له پاره وړانديزونه هم بايد موجوده وي.

دغه آلماني وزير زياته کړې ده: «له همدې کبله موږ بايد په اروپا کي د امنيت له پاره د خپلو شريکانو سره د وسلو د کمولو او ورباندي د کنترول موضوع تر بحث لاندي ونيسو.» د هغه په وينا د نړيوالو لانجو لکه په نژدې ختيځ کي د توندلاري اسلاميزم پر ضد مبارزه او نورو مهمو نړيوالو موضوعاتو کي د روسيې سره شراکت مهم دی.

له روسيې د ګواښ احساس

شتاين ماير د زيات وخت راهيسي د دې پلوي کوي چي د اوکراين پر سر د ماسکو سره د لانجې باوجوده بايد د روسيې سره د خبرو اترو لاره بايد ونه تړل سي. داسي معلوميږي چي همدغه نظر په ناټو کي برلاسی دی. د هغه باوجوده چي ناټو په نظامي تمريناتو سره د قوت مظاهره کوي خو د روسيې سره د په تماس کي پاته کېدو او د تماسونو د ژورولو له پاره هم هلي ځلي کوي.

ناټو د آلمان په غوښتنه پر دې ټينګار کړی ؤ چي په پولېنډ کي تر سره کېدونکي نظامي تمرينات د ناټو نه بلکه پخپله د پولېنډ تر مشرۍ لاندي تر سره کيږي.

د هغه وروسته چي روسيې کريميا د خپلي خاوري سره الحاق کړه، د ختيځي اروپا هيوادونه لکه پولنډ او نور له ماسکو څخه ګواښ احساسوي. ناټو غواړي چي د جولای په ۸مه او ۹مه تر سره کېدونکې خپله سرمشريزه کي چي په وارسا کي پلان سوې ده، د خپلو غړو هيوادونو د امنيت له پاره د اقداماتو پرېکړي وکړي.