1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شتاین مایر د کډوالو کړکیچ د کنترول په اړه خبرې وکړې

آژانسونه۱۳۹۵ خرداد ۳۱, دوشنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، په مدیترانه کي د مهاجرينو بحران ته په کتو سره د دوشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو یوه مهم تصمیم ته سترګې په لار دی.

https://p.dw.com/p/1JA1R
Frank-Walter Steinmeier Porträt
انځور: picture alliance/dpa/B.Pedersen

شتاین مایر د لوکسمبورگ د بهرنیو چارو له وزیر سره تر کتنې مخکي په دې هکله وویل چې خبره پر دې باندي ده چي اروپا نور څه کولای سي ترڅو «د لیبیا له لاري مدیترانې او اروپا ته د مهاجرينو د راتلو مخنیوي سوي وي».

د بهرنیو چارو وزیرانو په دغه مشورتي غونډه کي د سوفیا Sophia د روان ماموریت تمدیدل او غزیدل هم شامل دي. په غونډه کي باید د لیبیا د ساحلي ساتونکو د تقوېې او د وسلو د تحریم پر تطبیقولو باندي هم پریکړه وسي.

د سوفیا ماموریت په ۲۰۱۵ کال کي تصویب سو. هغه په اوس وخت کي په مدیترانه کي د قاچاقبرانو د کښتیو کنټرولولو او گرځولو باندي متمرکز دی. په دې ترځ کی کیدلای سي، چي قاچاقبران بندیان هم سي.

نوموړی ماموریت باید هغه انسانان هم وژغوري چي د خطرناکو حالاتو سره مخامخ کیږي. د آلمانی پوځ په حواله د هغوی ۴۰ تنه عسکر په دغه ماموریت کي برخه لري.