1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«شربت ګله» د جعلي شناخته کارت په تور نيول شوې

۱۳۹۵ آبان ۵, چهارشنبه

شربت ګله چې په کوچنيوالي يې انځور نړيوال شهرت وموند، په پيښور کې د جعلي اسنادو درلودو په تور نيول شوې ده. هغې ته د مشهور عکاس مک کري، له خوا د «افغان جګړې د مونا ليزا» نوم هم ور کړل شوی وو.

https://p.dw.com/p/2RiX8
Kroatien Zagreb Steve McCurry Ausstellung Sharbat Gula
انځور: picture alliance/Goran Stanzl

د آلمان د خبري آژانس په حواله د پاکستان فدرالي تحقیقاتي ادارې د چهار شنبې په ورځ «شربت ګله» چې په ۱۹۸۰م کلونو کې يې د «نیشنل جيوګرافيک» په مجله کې د انځور تر چاپيدو وروسته نړيوال شهرت وموند، په پيښور کې د جعلي اسنادو درلودو په تور نيول شوې ده.

زياته شوې ده چې شربت ګله په پيښور کې د هغې له کوره د جعلي شناخته کارت د درلودو له امله نيول شوې ده.

په پيښور کې د  پوليسو يوه چارواکي طاهر خان نن، چهار شنبه (۲۰۱۶م کال د اکتوبر میاشتې ۲۶ نيټه) وويل، شربت ګله د سه شنبې له ماښام راهيسې د جعلي شناخته کارت په تور بندۍ ده.

په پیښور کې مېشت خبریال شمیم شاهد، له دویچه ویله سره په خبرو کې د شربت گلې د نیولو رپوټ هم تائید کړ. هغه په خپلو څرگندونو کې وویل: «دا خبر حقیقت لري چې د اف آی اې (تحقیقاتو فدرالي ادارې) د چهارشنبې په سهار شربت گله د پیښور په نوتهیه سیمه کې نیولې او بیا یې محکمې ته وړاندې کړې ده.محکمې د دوو ورځو له پاره په توقیف کې د هغې د ساتلو امر کړی دی.»

شمیم شاهد په خپلو څرگندونو کې وړاندې وویل چې اوس د اف آی اې چارواکې له نوموړې څخه په دې هکله څیړنې کوي چې هغې څرنگه او د چا په مرسته پاکستانی شناخته کارت یا تذکره، تر لاسه کړې ده.

نوموړي خبریال په خبرو څرگندونو کې دا هم وویل چې د پاکستان حکومت له تیرو څو میاشتو راهیسې په دې هڅه کې دی چې هغه کسان ونیسي او یا یې وپیژني چې په جعلي طریقه یې د پاکستان شناخته کارتونه جوړ کړي دي.

پاکستانۍ ورځپاڼي «ايکسپریس تريبيون» لیکلي دي چې پاکستاني چارواکو د هغې په اړه تير کال هم د جعلي اسنادو د درولودو په تړاو  پلټني کړي وې. د تير کال په فيبرورۍ میاشت کې داسې خبرونه خپاره شوي ول چې نوموړي او دوو تنو نارينه وو ته چې ويل کيدل د دې زامن دي، شناخته کارتونه جوړ شوي دي. خو د «نادرا» یا د راجستر او د شناخته کارتونو جاري کوونکې ادارې دا خبره رد کړې وه.

مشهور امريکايي عکاس سټيو مک کري، په ۱۹۸۴م کال کې د پیښور په ناصر باغ کمپ کې د «نیشنل جيوګرفيک» مجلې له پاره د شربت ګلې چې هغه وخت ۱۲ کلنه وه، يو انځور اخیستی وو. د ۱۹۸۵م په جون میاشت کې د نوموړې انځور د دغه مجلې په لومړي کې مخ چاپ شو. د شربت ګلې څیره د افغانستان د هغه وخت د جګړې د ولسي وګړو د کړاو يو انځور ښکاره کاو.

عکاس مک کري چې دی هم د دې انځور د اخیستو له کبله د نړيوال شهرت خاوند شو، ۱۷ کاله وروسته یې په ۲۰۰۲م کال کې د نوموړې د موندلو هڅې پیل کړې او په پای کې په همدې کال کې شربت گله وموندله. 

شربت ګله چې د عسکاس مک کري، له خوا ورته د «افغان جګړې مونا ليزا» نوم ور کړل شوې وو، د پاکستان د قانون پر اساس د ۷ کالو بند سزا له ګواښ سره مخامخ ده.

په پاکستان کې تر اوسه تر درو ميليونو زيات قانوني او غير قانوني افغان مهاجر ژوند کوي. خو په دې وروستيو کې په زرونو کډوال بيرته افغانستان ته ستانه شوي دي او دغه لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.

د فرانس پرس خبري آژانس هم په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې پاکستاني چارواکو په لویه کچه د هغو بهرنیو اتباعو پر ضد کمپاین پېل کړی دی چې په جعلي توگه یې پاکستاني شناختي کاردونه جوړ کړي دي.

د «نادرا» یا پاکستان د نفوس د ثبت او احوال ادارې په حواله ویل شوي دي چې د دغه کمپاین د پېل راهیسې ۹۱ میلیونه شناختي کارتونه ارزول شوي دي چې په ترڅ کې یې له بهرنیانو سره ۶۰ زره کارتونه په گوته شوي دي. زیاته شوې ده چې کابو ۲۵۰۰ کسانو خپل شناختي کارتونه په خپله خوښه بیرته سپارلي دي چې زیاتره یې افغانان دي.