1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شل کاله مخکې: د ختيځ او لوېديز آلمان يو ځای کيدل

۱۳۸۸ آبان ۱۲, سه‌شنبه

متياز فون هېل فېلډ راليکي، د ١٩٨٩ ميلادي کال د نومبر د مياشتې د ٩ ورځې د ماښام په ٧ بجو د ختيز او لويديز آلمان وگړي لکه د هر بل ماښام غوندې د تلويزيونونو په وړاندې ناست او خبرونه گوري.

https://p.dw.com/p/KMMg
د برلين ډيوال چې ختيځ او لوېديز برلين یې سره جلا کړی و
د برلين ډيوال چې ختيځ او لوېديز برلين یې سره جلا کړی وانځور: AP

څو ورځو راهيسې د ختيز آلمان DDR يعنی د آلمان دموکراتيک جمهوريت، کورنۍ سياسي پېښې د خبرونو سرټکي جوړوي. له مياشتو مياشتو راپدېخوا د ختيز آلمان په سړکونو مظاهره کوونکي د سفر آزادي، زياته دموکراسي او هغه سوسيالستي رژيم کې سمښتونه غواړي.

د اکتوبر د مياشتې په ١٨ ورځ گوندي او دولتي مشر ايريک هونيکر خپلې چارې ايگون کرينڅ ته ورسپارلې. خو دا نوی پياوړی کس هم په دې باندې نه توانيږي، چې د ختيز آلمان د وگړو اعتماد او باور تر لاسه کړي. د همدې ١٩٨٩ ميلادي کال د نوومبر د مياشتې په ٩ ورځ جوړ شوی د سفر نوی قانون ښايي چې د ختيز آلمان حالات نورمال کړي، خو په عمل کې برعکس پېښيږي.

د ختيز آلمان حکومتي وياند گونتر شابووسکي Günter Schabowski ورځنی مطبوعاتي کانفرانس د لويديز په بڼه سره پرمخ بيايي. نوموړی کله نا کله د نوي قانون په هکله هم معلومات ورکوي. شابووسکي يو ځای کې وايي:

(نن يو قانون تصويب شوی، کوم چې د ختيز آلمان هر وگړي ته دا امکان ورکوي، په هره سرحدي لار له ختيز آلمان نه ووزي.)

خو کله چې يو ايطالوی ژورنالست ورڅخه پوښتي، چې دا قانون به سر له کوم وخت نه چليږي، نو بې خبره وياند ورته وايي، چې سمدلاسه. دا عجيب خبر په څو دقيقو کې د نړۍ گوټ گوټ ته رسيږي: په دې ماښام له جوړېدنې څخه ٢٨ کاله وروسته د برلين د ديوال لارې پرانستل کيږي. له دې سره د لومړي ځل د پاره د ختيز آلمان وگړو ته دا امکان په لاس ورځي، چې پرته له هر ډول دليل څخه لويديز آلمان ته سفر وکوي.

دې خبر په ختيز آلمان کې پراخه اغېزه وکوله. سمدلاسه گڼ شمېر کسان د براندنبورگ نومې دروازې او په برلين کې د دېوال نورو لارو ته ورروانيږي. سرحد ساتونکي هک حيران پاتې دي او دا ځکه چې د دوروازو د وازولو امر نه دئ ورته شوی. خو کله چې د ديوال په اخوا وار په وار خلک رازياتيږي، نو دوی هم نور مقاومت نه کوي.

د شپې له نيمايي نه لږ څه مخکې لومړی کس له ختيز آلمان څخه د لويديز آلمان پر غولي پښه ږدي. له هغوی نه گرم هرکلی کيږي. ناشناخته کسان يو او بل په غېږ کې سره نيسي او له خوښۍ څخه يې اوښکې بهيږي:

(دلته يو کس په ډاگه کوي: له موږ نه ډېر ښه هرکلی وشو. داسې حالت وو چې په خبرو کې نه راځي. دېوال له منځه تللی، دېوال له منځه تللی.)

د آلمان حکومت د ختير آلمان له پېښو څخه په تعجب کې لوېدلی. وگړي د دواړو آلمانونو د بېرته يو ځای کېدنې غوښتنې کوي. د آلمان پخوانی لومړی وزير او د سوسيال دموکرات گوند مشر ويلي برانت په دې اړوند وايي:

(هغه څه چې يو له بل سره اړيکه لري، يو ځای وده کوي)

د آلمان د هغه وخت لومړی وزير هلموت کول د ١٩٨٩ ميلادي کال دسمبر د مياشتې په ١٩ ورځ د درېسدن ښار ته ځي، تر څو د ختيز آلمان له لومړي وزير هانس مادرو Hans Modrow سره وگوري. هلته ورته ډېر توود هرکلی ويل کيږي او په يوې کليسا کې د يوځای کېدنې پلان په ډاگه کوي:

(کول وايي: که وخت اجازه راکړي، نو زما موخه هم هغه زموږ د ملت يوځای کېدنه ده. زموږ کور آلمان بايد په اورپا کې تر يوه بام لاندې جوړ شي. دا بايد زموږ د سياست هدف وي.)

له دې نه لس مياشتې وروسته د ١٩٩٠ ميلادي کال د اکتوبر د مياشتې په ٣ ورځ د آلمان دواړه برخې سره يو ځای کيږي.