1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي وزيرستان: جنگيالي او ملېشې په اوربند سره سلاسوي

۱۳۸۶ مرداد ۲۹, دوشنبه

د شمالي وزيرستان جنگيالو او پاکستاني ملېشو، وروسته له څلورو ورځو سختو نښتو او جگړو نه اوس د اوربند روغه جوړه سره کړې ده

https://p.dw.com/p/DKDQ
دغه اوربند د قبايلي مشرانو په منځگړيتوب سره رامنځ ته سوی
دغه اوربند د قبايلي مشرانو په منځگړيتوب سره رامنځ ته سوی

د PTI هندي آژانس د يوه رپوټ له مخې، د شمالي وزيرستان جنگيالو او پاکستاني ملېشو، وروسته له څلورو ورځو سختو نښتو او جگړو نه اوس د اوربند روغه جوړه سره کړې ده. د هغه تړون له مخې به، چې د سيمه ايزه قبايلي مشرانو په منځگړيتوب سره منځ ته راغلی ، دواړه خواوې جنگي بنديان هم سره پريږدي.

يوه پاکستاني سناتور صالح شاه د پاکستاني بنديانو شمېر ١٥ تنه ښودلی او زياته کړې يې ده، چې د دوی خلاصون به يو څو ورځې وخت نيسي.

له بله پلوه د اسوشټټ پرس آژانس خبر راکوي، چې د پاکستان په شمال لويديز کې د ټل ښار ته نږدې، يوه ځان وژونکي خپل په چاودېدونکو موادو بار موټر د سرک څارنې يوې پستې ته نږدې چولی، ٣ تنه پوليس يې وژلي او ١٢ تنه نور يې ټپي کړيدي. د دې خبر پخلی د پاکستان نظامي وياند تورنجنرال وحيد ارشد هم کړی.