1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي وزیرستان:بې پیلوټه الوتکې۷شکمن ترهگر وژلي

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ خرداد ۱۶, شنبه

د پاکستان امنیتي چارواکو وویل چې په شمال لویدیځ قبائلي سیمه کې نن ( شنبې )د ترهگرو پر یو مرکز د امریکایې بې پیلوټه الوتکو د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۷ شکمن ترهگر چې ویل کیږي «حقاني شبکې » پورې تړاو لري، وژل شوې.

https://p.dw.com/p/1FciF
بی پیلوټه الوتکه
بی پیلوټه الوتکهانځور: picture-alliance/AP/Air Force/L. Pratt

د فرانسې خبري آژانس(ای اف پي) د پاکستان د خیبر پختونوا ایالت له مرکز پیښور څخه د ترلاسه شوو رپوټونو په حواله ویلي دي چې دغه برید په شمالي وزیرستان کې له افغان پولي سره نږدې د شوال په سیمه کې ترسره شوې دي. په دغه سیمه کې د پاکستان امنیتي ځواکونه لا د پخوا څخه د سیمه ییزو طالبانو او د هغو د بهرنیو ملاتړ کونکو پر خلاف پوځي عملیات پیل کړي دي.


د فرانسې خبري آژانس په حواله یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي ویلي دي:« د بې پیلوټه الوتکې د دغو بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۷ تنه شکمن ترهگر وژل شوې دي». سربیره پر دې په پیښور کې هم یوه لوړپوړي چارواکي د دغه برید او په دغه برید کې د ۷ تنو د وژل کیدو پخلې کړی دی.


د پاکستان په شمالي وزیر کې د دغه هیواد استخباراتي چارواکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د دغه برید په ترڅ کې په نښه کړای شوې ترهگر د حقاني شبکې پوری تړاو درلودونکي کسان ول. ویل کیږي چې دغو ترهگرو به د پولې پورې غاړې په افغانستان کې پر بهرنیو سرتیرو بریدونه کول.


دغو استخباراتي کارکونکو زیاته کړې:« په کوم وخت کې چې امریکایې بې پیلوټه الوتکو پر دغه مرکز برید وکړ، په دغه وخت کې په دې ځای کې د ترهگرو یوه مهمه غونډه روانه وه»
شمالي وزیرستان د افغانستان سرحد ته څیرمه د پاکستان له هغو ۷ نیمه خودمختاره قبائلي سیمو څخه شمیرل کیږي، چې تر ۲۰۰۰ کال وروسته د څو کلونو پورې د طالب جنگیالیو او القاعده شبکې د فعالیتونو مرکز شمیرل کیږي.

په عادي حالاتو کې ژورنالستانو ته دغو سیمو ته د ورتگ اجاره نه ورکول کیږي، له همدې امله په دغو سیمو کې د وسله والو جگړو، پوځي عملیاتو یا انسانانو ته د اوختو زیانونو په هکله د خبرونو تائید د بې طرفه سرچینو له خوا ډیر ستونزمن کار دی.


د پاکستاني پوځ له خوا پر شمالي وزیرستان بریدونو تر هغه وروسته ډیر زور واخیست چې د پیښور پر یو پوځي ښوونځي(آرمي پبلک سکول) د طالبانو له خوا برید وشو. د دغه برید په ترڅ کې ۱۵۳ تنه ووژل شول چې اکثره یې د دغه ښوونځي زده کونکي ول.