1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا: اوس امريکا هم په نخښه کولای شو

۱۳۹۵ تیر ۳, پنجشنبه

د شمالي کوریا واکمن کیم جونگ اون د توغندیو د تازه ازموینې وروسته اوس د هغې بریا لمانځلې. په ډاډمنه او لمسونکي ډول پیونگ یانگ ادعا کړې چې اوس امریکا هم په نخښه کولای شي.

https://p.dw.com/p/1JBeU
Nordkorea Rakete Test
انځور: picture alliance/Yonhap

د «کي سي ان اې» په نوم د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس د دغه هیواد د دیکتاتور کیم جونگ اون له قوله لیکلي دي: «اوس موږ په ډاډمنه توگه دا وړتیا لرو، چې په پاسفیک کې پر امریکایانو په ریښتني او هر اړخیزه توگه حمله وکړو.» د هغه په خبره د توغندي وروستۍ ازموینه یوه «لویه پیښه» وه چې د یوې اتومي حملې د مخنیوي له پاره یې د شمالي کوریا توانمندۍ کې ښه والی راوستی.

په آرام سمندر کې هدفونه

تیره ورځ شمالي کوریا د ازموینې په موخه موسودان، ډوله د منځني واټن ویشتونکي دوه توغندي ازمویلي وو. ویل شوي چې دغه توغندی تر ۴۰۰۰ کیلومتره پورې هدف ویشتلی شي، چې د شمالي کوریا په وینا جاپان او همداشان د پاسفیک يا آرام سمندر په گوام ټاپو کې د امریکا متحدو ایالاتو پوځي اډې په نخښه کولای شي. د ملگرو ملتونو پر بندیز سربیره هم دغه ازموینه تر سره شوه.

د شمالي کوریا نوموړي دولتي خبري آژانس په خپل رپوټ کې ویلي دي چې توغندی په «بریا» سره وازمویل شو «پرته له دې چې د گاونډیو هیوادونو امنیت ته دې کوم خطر رسیدلي وي.» د خبري آژانس په وینا دغه ازموینه اوس «د یوه ستراتیژیک سیستم د ودې ضمانت ورکوي.»

تخنیکي پرمختگ؟

تر دې دمخه ویل کیدل چې لږ تر لږه د یوه توغندي ازمویل له ناکامۍ سره مخ شوي وو. جنوبي کوریا د توغندي د ازمویلو د لومړنۍ هڅې د ناکامیدو اټکل کوي: تر ۱۵۰ کیلومترو واټن وروسته توغندی په هوا کې چاودلی دی. د جنوبي کوریا د دفاع وزارت ویاند ویلي دي چې دوهم توغندي ۴۰۰ کیلومتره واټن وهلی. د جنوبي کوریا له لوري ویل کیږي چې د موسودان ډوله توغندیو د تیرو ناکامو ازموینو په پرتله، ښایي شمالي کوریا اوس په تخنیکي پرمختگونو بریالۍ شوي وي. د ملگرو ملتونو د امنیت شورا، د تړلو دروازو تر شا د شمالي کوریا د نوو لمسونو په هکله سلا مشورې کوي.