1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا اوږد واټن توغندي وازمويه

۱۳۹۴ بهمن ۱۸, یکشنبه

شمالي کوريا د خبرداريو تر لاسه کولو باوجوده د اوږد واټن توغندي وازموی. پيونګيانګ ويلي چي دغه توغندی د ستلايت يا سپوږمکيو د ترانسپورت له پاره طرحه سوی دی.

https://p.dw.com/p/1Hr2g
انځور: Reuters/K. Hong-Ji

شمالي کوريا د سخت نړيوال تنقيد باوجوده په بريا سره و خلا ته د اوږد واټن توغندي د توغولو خبر ورکړی دی. د شمالي کوريا د دفاعي چارو وزارت ويلي دي چي دغه توغندۍ په اروپايي وخت د نيمي شپې وروسته په يوه نيمه بجه وتوغول سو.

د جاپان د NHK په نوم تلويزيون هم د دغه توغندي د توغول کېدو خبر ورکړی دی. ويل سوي چي دغه توغندی د جاپان پر شمالي ټاپو اوکيناوا د اوقيانوس پر لور تېر سو. زياته سوې چي د جاپان پوځ هڅه ونه کړه چي د دغه توغندي مخه ونيسي. د جاپان لومړي وزير شينزو ابې د شمالي کوريا دغه عمل سخت غندلی او هغه د ملګرو ملتونو د اعلاميو ضد کار بللی دی. جاپان د شمالي کوريا سره دپلوماتيکي اړيکي نه لري.

د شمالي کوريا دولتي تلويزيون د اړونده دولتي ادارې له حوالې ويلي دي چي دغه توغندي و فضا ته يوه مصنوعي سپوږمکۍ انتقال کړه. دغه تلويزيون زياته کړې چي دغه سپوږمکۍ د مځکي د څار دنده لري چي اوس د توغندي په مرسته اوس ټاکل سوي مدار ته داخله کړل سوې ده. په اصل کي دغه هيواد د فرورۍ د ۸ مې او ۲۵ مې نېټي تر منځ د دغه ازمويني له پاره وخت ټاکلی ؤ، خو دغه ازموينه رامخته کړل سوه.

د اټومي خولیو په تړاو اندېښنې

يو شمېر دولتونه پر شمالي کوريا نيوکه کوي چي ګواکي د مصنوعي سپوږمکۍ په نوم يې په اصل کي د يو پوځي اوږد واټن توغندي ازموينه کړې ده. داسي اندېښنې سته چي شمالي کوریا دغه اوږد واټنه توغندي اټومي خولۍ سپرې کولای سي او په دې توګه به د دې توان ولري چي جاپان، سويلي کوریا او د امريکا د متحده ايالاتو لوېديځ ساحلي برخي په نخښه کړي.

د سويلي کوريا ولسمشري پارک ګوين هيې د شمالي کوريا پر کمونستي رژيم د سختي او نه زغم وړ پارونې تور لګولی دی. د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کېري پر دغه ازموينه نيوکه کړې او هغه يې د سیمي او امريکا له پاره امنيتي ګواښ بللی دی. کېري پر دې ټينګار کړی دی چي د امريکا متحده ايالات د خپلو ائتلافي دولتونه لکه سويلي کوريا او جاپان دفاع ته په کلکه ژمن دی. د دغې ازمويني په تناظر کي د سويلي کوريا، متحده ايالاتو او جاپان په غوښتنه د يکشنبې د ورځي له پاره په نيويارک کي د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا بېړنۍ ناسته رابلل سوې ده.

چين هم تنقيد کړی دی

د شمالي کوريا ائتلافي هيواد چين هم د توغندي پر ازموينه نيوکه کړې ده. د چين حکومت په خپل غبرګون کي ويلي دي چي دغه ازموينه به د کوریا په نيمه ټاپو کي د تشنج د لا زياتېدو لامل وګرځي. خو شمالي کوريا دا دليل وړاندي کړی چي د يو خپلواک هيواد په توګه د دې حق لري چي خپل فضايي پروګرام پېل کړي. خو د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا يو شمېر اعلاميې شمالي کوريا له دې منع کړې چي بالستيکي توغندي وکاروي.

ايا شمالي کوريا هايدروجني بم لري؟

شمالي کوريا د جنورۍ په ۶ نېټه اعلان کړی ؤ چي غواړي د هايدروجن بم ازموينه يې کړې. دا د ۲۰۰۶ کال راهيسي د شمالي کوريا څلورمه اټومي ازموينه وه چي د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا له خوا په سخته توګه وغندل سوه. خو د امریکا متحده ايالات او کارپوهان په دې هکله شک لري چي شمالي کوريا به په رشتيا هايدروجني بم ولري ولي چي چاودنه يې په کافي اندازه لويه نه وه.