1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا اټومي آزموينه تائيد کړه

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۱ بهمن ۲۴, سه‌شنبه

له ټولو گواښونو سره سره شمالي کوريا نوې اټومي آزموينه کړې ده. د دغه هيواد دولتي خبري آژانس KCNA خبر ورکړی دئ، چي ډير قوي چاودېدونکي مواد چاودلي دي. کارپوهانو د دې ترمخه د زلزلې خبر ورکړی وو.

https://p.dw.com/p/17cZN
SA-3 ground-to-air missiles are displayed before a portrait of former North Korean leader Kim Il-Sung during a military parade to mark 100 years since the birth of Kim Il-Sung, the country's founder, in Pyongyang on April 15, 2012. The commemorations came just two days after a satellite launch timed to mark the centenary fizzled out embarrassingly when the rocket apparently exploded within minutes of blastoff and plunged into the sea. AFP PHOTO / Ed Jones (Photo credit should read Ed Jones/AFP/Getty Images)
Nordkorea Missile Testsانځور: Ed Jones/AFP/Getty Images

شمالي کوريا ادعا کوي چي تر مځکي لاندي دريمه اټومي آزموينه ئې بريالۍ ترسره کړې ده.

دولتي رسنۍ وايي، چي دا يو «کوچنی» بم وو. دغه اټومي آزموينه په يوه خوندي ځای کي ترسره سوې ده.

د شمالي کوريا دولتي آژانس KCNA ليکي چي دغه آزموينه «زموږ د ملي امنيت او ملي حاکميت د خوندي ساتلو له پاره د اقداماتو يوه برخه ده».

شمالي کوريا په دې آزمويني سره خپل هغه هدف ته ور نژدې کيږي چي غواړي یو داسي اټومي بم جوړ کړي چي پر توغندی باندي هم نصبېدلای سي.

د دې خبر تر مخه د امريکا متحده ايالاتو، جنوبي کوريا او چين د زلزلې پيژندلو کارپوهانو خبر ورکړی وو، چي په شمالي کوريا کي زلزله سوې ده.

پيونگ يانگ د روان کال د جنورۍ په مياشت کي د ملگرو ملتو د امنيت شوار له خوا ورباندي د لگول سوو بنديزونو په غبرگون کي د اټومي او توغنديي آزموينو تهديد کړی وو.

ملگرو ملتونو ځکه پر شمالي کوريا بنديزونه نورهم پراخ کړل چي دغه هيواد د تير کال د ډسمبر په مياشت کي يو توغندی فضا ته توغولی وو.

کله چي شمالي کوريا فضا ته د سوله ييزو هدفونو له پاره د سپوږمکۍ د لېږدلو خبره وکړه، د امريکا متحده ايالاتو، جنوبي کوريا او يو شمېر نورو هيوادونو دغه آزموينه د دغه هيواد د اټومي وسلو يوه برخه وبلله.

شمالي کوريا په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کلونو کي اټومي آزمویني ترسره کړي وې چي هره يوه ئې د ملگرو ملتونو د امنيت شورا له بنديزونو سره مل وه. شمالي کوريا د ملگرو ملتو د قطعنامې له مخي د اټومي وسلو تخنيک ته د پراختيا ورکولو اجازه نه لري.

د دغه هيواد د دولتي رسنيو په حواله د کارگرانو د حاکم گوند سياسي بيرو دغه نوې اټومي آزموينه «د دې هیواد د ملي امنيت او ملي حاکميت د ساتلو له پاره سوې ده». له هيواد څخه دفاع بايد پراختيا ومومي.

د ديپلوماتانو د معلوماتو له مخي د ملگرو ملتو د امنيت شورا به د سه شنبې په ورځ په نيويارک کي په دې اړه يوه ځانگړې غونډه وکړي.