1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«شمالي کوريا به جنگ ونه کړي»

شيرين گرديوال (دويچه ويله)۱۳۹۲ فروردین ۱۱, یکشنبه

د کارپوهانو په اند د شمالي کوريا نوي ديکتاتور کيم يونگ غواړي په دې گواښونو سره په خپل هيواد کي د خپلو خلگو د قبول وړ وگرزي. دا هم تر اوسه روښانه نه ده چي امريکا به په دې اړه څه غبرگون وښيي.

https://p.dw.com/p/187TX
epa03644057 A picture released by the North Korean Central News Agency (KCNA) on 29 March 2013 shows North Korean leader Kim Jong-un convening an urgent operation meeting at 0:30 am on 29 March 2013 at an undisclosed location, in which he ordered strategic rocket forces to be on standby to strike US and South Korean targets at any time. Kim's order followed two US stealth bombers' first-ever drill over the Korean Peninsula the previous day. The North berated the drill as US hostility against it. EPA/KCNA SOUTH KOREA OUT NO SALES
Nordkorea erklärt Kriegszustandانځور: picture-alliance/dpa

شمالي کوريا پر جنوبي کوريا باندي د جنګ غږ کړی دی، خو دا چې څه به وشي تر اوسه پوري نه ده معلومه؟ ځکه دا دواړه هيوادونه د کوريا له جګړې راهيسي د سولي کوم تړون نه لري.

سياسي کارپو اوگست پراديتو په دې نظر دی، چي د پرنسيپ له مخي به په پوځي او سياسي اړخ کې لږ بدلون رامينځ ته شي، ځکه چي سهيلي کوريا له امريکايانو سره په ګډه د شمالي کوريا پر پوځ بر لاسې ده.

شمالي کوريا د سترو پوځي عملياتو په مقابل کې چې په اوسني وخت کې د سهيلي کوريا او شرقي چين په دريابونو کې تر سره کيږي، ځان تحريکوونکی يا پارونکی بولي.

ځکه نو د شمالي کوريا مشرتابه د دغو پوځي عملياتو په مقابل کې غبرګون ښکاره کوي دا په حقيقت يوه داخلي سياسي دنده او هم بهر ته يوه مظاهره ده.

د دغه کارپوه په خبره کيم يونګ اون پر شمالي کوريا باندي چې يو کمونستي هيواد دی له يوه کال را هيسي حکومت کوي او د يوه ځوان په شان بايد د پلار پر چوکۍ ناسته په ثبوت ورسوي چې دی د دې کار جوګه دی. ځکه نو هغه د امريکا او سهيلي کوريا د مشرتابه پر ضد د قوي لهجې له استعمالولو څخه گټه اخلي چي د شمالي کوريا ملت يې په رسميت وپيژني.

دا چي دغه کار به د ده پر وطنوالو باندي اغېزه ولري که نه، ښاغلی پراديتو وايې چې سړي بايد دا له ياده ونه باسي چې شمالي کوريا يو ديکتاوري هيواد دی چې ټولي رسنۍ يې په هيواد کې تر کنترول لاندي دي.

د کارپوه په اند امريکا او سهيلي کوريا هميشه په ګډه سره سمندري پوځي مانورونه تر سره کړي دي، خو اوس له دواړو اړخو څخه ځکه خطر متوجه دی چي کيداي شي داسي يوڅه رامينځ ته شي چې دواړو اړخو فکر هم نه کاوه.

امريکا اوس تر فشار لاندي ده، چې په جاپان او سهيلي کوريا کې پوځي او ساتونکې اډي وه ساتي، دلته بايد ددي يادونه هم وشي چې همدغه اډي د دغو هيوادونو د خلکو په مينځ کې لانجمني دي. سر بيره پردې امريکا هڅه کوي چې خپلي اډي په سهيلي کوريا او جاپان کې نوري هم پراخي کړي. امريکا هڅه کوي چې د راکټو دفاعي سيستم ته په دغه سيمه کې پراختيا ورکړي.