1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا بيا بالستيک توغندی آزمويلی

۱۳۹۵ اسفند ۱۶, دوشنبه

په داسې حال کې چې جنوبي کوريا او امريکا متحد ايالات دمګړۍ د «Foal Eagle» په نوم په شريکو پوځي تمرينونو بوخت دي، شمالي کوريا يو بل توغندی آزمويلی دی. دا پارونکی ګام د جاپان او د نړيوالې ټولني د سختو انديښنو سبب شوی.

https://p.dw.com/p/2YghE
Nordkorea Raketentest
انځور: picture alliance/AP Photo/A. Young-Joon

شمالي کوريا د نړيوالي ټولني خبرداريو ته په نه پام لرني سره د دوشنبې په سهار (۲۰۱۷م کال د مارچ ۶ نيټه) يو وار بيا يو بل توغندی آزمويلی. د جاپان لومړي وزیر شيزو ابی، په ټوکيو کې وويل چې څلور بالسټيک راکټونه «کابو په يو وار» د جاپان د سمندرګي پر لور توغول شوي دي. ده زياته کړه دا ډول ګام «زموږ د هيواد امنيت ته جدي ګواښ دی.»

جنوبي کوريا هم تائید کړې چې شمالي کوريا «يو شمیر» توغندي توغولي دي. په سيويل کې د دفاع وزارت د معلوماتو په حواله دا توغندي تر « تقريباً ۱۰۰۰ کيلومتر» واټن وهلای شي. ويل شوي چې جنوبي کوريا او د امريکا متحد ايالات دمګړۍ دوی ته د رسيدلو معلوماتو په اړه ارزونه کوي.

ويل شوي چې دا راکټونه د «تونګچانګ ري» له سيمې څخه چې د توغنديو د آزمویني مرکز پکښې پروت دی، توغول شوي دي. د جنوبي کوريا لومړي وزیر هوانګ کيو آن، د ملي امنيت جرګه ګۍ بیړنۍ غونډه رابللې ده. 

بې اغېزې بندیزونه

د شمالي کوريا مشرتابه د فيبرورۍ میاشتې په نيمايي کې د منځني واټن يوه توغندي کاميابه آزموينه ترسره کړې وه. د ملګرو ملتونو امنيت شورا دا آزمويني په يوه خوله د ملګرو ملتونو له پريکړو څخه د «جدي سرغړونو» په توګه غندلې وه او پر دغه هيواد یې د بالستيک توغنديو آزمويلو بندیز لګولی وو.

خو تير کال لا شمالي کوريا د دوو اټومي آزموينو او يو شمير توغنديو په توغولو سره نړيواله ټولنه تحريک کړې وه. په ۲۰۰۶م کال کې له لومړۍ آزمويني راهيسې د ملګرو ملتونو امنيت شورا په شپږو پړاونو کې پر دغه هيواد بندیزونه لګولي، خو ټول بې اغیزې پاته دي.

د مارچ له لومړۍ نيټې راهيسې امريکا متحدو ايالاتو او جنوبي کوريا پخپلو کلنيو شريکو پوځي مانورو لاس پورې کړې دی. شمالي کوريا دې تمرينونو ته د کوريا پر ټاپو وزمه جنګ ته د چمتووالي د نيولو په سترګه ګوري او په مقابل کې یې د «غچ اخيستونکو ګامونو» اخيستلو ګواښ کوي.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: