1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا بيا توغندی ازمويلی دی

آژانسونه / ن.۱۳۹۵ تیر ۱۹, شنبه

په نړيواله کچه منزوي شوې شمالي کوريا يو ځل بيا يو توغندی ازمويلی دی. خو دا چې آيا دغه ازموينه بريالۍ وه کنه، لا څرګنده شوې نه ده.

https://p.dw.com/p/1JMC7
انځور: picture-alliance/dpa

د جنوبي کوريا د دفاع وزارت په سول کې ويلي دي چې شمالي کوريا د سينپو په نوم بندري ښار په شاوخوا کې احتمالا له اوبتل څخه د يو باليستيک نوغندي ازموينه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ جنوبي کوريا او د امريکا متحدو آيالاتو ويلي ول چې د THAAD په نوم د توغنديو د دفاعي سيستم پر ځای پر ځای کولو يې موافقه کړې ده. پر خبره يې دغه سيستم «دفاعي بڼه» لري چې د جنوبي کوريا د وګړو ساتنه ورپه غاړه ده.

د څرګندونو له مخې دغه سيستم نه د شمالي کوريا او نه د کوم بل هېواد پر ضد کارول کيږي. دا چې د توغنديو دغه سيستم چېرته او کله لګول کيږي، لا څرګنده نه ده. يوازې دومره وويل شول چې د ځای ځايګي انتخاب په وروستي پړاو کې قرار لري. دغه سيستم چې THAAD يعنې د لوړې ارتفاع د ساحوي دفاع بټۍ نوميږي، کولای شي چې د بل چا له خوا توغول شوي توغندي سمدلاسه وولي.

د کيم جونګ اون په وړاندې نوي بنديزونه

شمالي کوريا يوازې د نوو بنديزونو په وړاندې غبرګون ښودلی دی، خو د دفاعي سيستم په اړه يې څه نه دي ويلي. په خبره يې د شمالي کوريا د مشر، کين جونګ اون، په وړاندې مالي بنديزونه «د جنګ ښکاره اعلان» دی چې بايد بېرته واخيستل شي.

د امريکا متحده آيالاتو، زورواکی اون په خپل تور ليست کې راوستی دی، ځکه چې د نړيوالو پلټونکو په خبره نوموړی بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

د توغنديو پر له پسې ازموينې

شمالي کوريا په جنورۍ کې اتومي بم ازمويلی وو، چې د دغه کمونيستي هېواد په تاريخ کې څلورمه دا ډول ازموينه وه. ورپسې يو شمېر توغندي هم وازمويل شول.

شمالي کوريا په دې ترتيب د ملګرو ملتونو پرېکړه ليکونه تر پښو لاندې کړي دي. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له دې کبله په مارچ مياشت کې تر دې دمه تر ټولو سخت بنديزونه ورباندې ولګول.

تخنيکي نيمګړتياوې

سره له دې هم شمالي کوريا تقريبا دوې اوونۍ مخکې د منځني واټن موسودان ډوله نوي توغندي وازمويل. ويل کيږي چې دغسې توغندي ۴۰۰۰ کيلومتره واټن وهلی شي، چې په دې سره د ګوام نومي ټاپو کې د امريکايانو اډه هم په نخښه کولای شي.

خو داسې برېښي چې د شمالي کوريا د پوځي مشرتابه ټکنالوژي لا خامۍ لري. د اپريل مياشتې په ازموينه کې توغندی له دېرش کيلومتره واټن وهلو وروسته سمندر ته ولوېد. نور توغندي هم له لنډ واټن وهلو وروسته د سمندر په اوبو کې غرق شول.