1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا بيا د توغنديو ازموينه کړې

سيد رياض/ دويچه ويله۱۳۹۳ فروردین ۶, چهارشنبه

جنوبي کوریا، جاپان او امریکا متحده ایالاتو د شمالي کوریا د منځني واټن ویشتونکو دوو توغندیو ازموینه غندلې ده. خو پیونگیانگ بیا د توغندیو ازموینه د عادي تمرینونو برخه گڼلې ده.

https://p.dw.com/p/1BVqi
انځور: picture-alliance/dpa

شمالي کوریا په خپل ختیځ ساحل کي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴کال د مارچ۲۶) د دوو منځني واټن ویشتونکو توغندیو ازموینه کړې ده. د جنوبي کوریا یوه چارواکي د نوم د نه اخيستلو په شرط ویلي دي چې یو توغندی په سیمه ییز وخت د شپې پر ۲ بجو او ۳۵ دقیقو او بل توغندی پر ۲ بجو او ۴۵ دقیقو توغول شوی دی.

نوموړي چارواکي زیاته کړې ده چې دغه توغندي۶۵۰ کیلومتره مزل کړی دی. خو دا خبره لا تر اوسه څرگنده نه ده، چې په دقیق ډول دغه توغندی د سمندر په کومه برخه کې چاودلی دی.

دغه توغندی چین او جاپان ویشتلای شي

د جنوبي کوریا د دفاع وزارت ویاند کیم مين، ویلي دي چې د نوموړي توغندي د رفتار او واټن ویشتلو څخه داسې گومان کیږي چې دغه توغندی دې د «رودونگ» ډوله توغندیو څخه وي چې د ۱۰۰۰ او ۱۳۰۰ کیلومترو تر منځ واټن په نخښه کولای شي.

د جنوبي کوریا د دفاع وزارت ویاند په خپلو خبرو کې وړاندي ویلي دي: «نوموړی توغندی نه یوازي د جاپان د ډیرو برخو، بلکي د چین د ویشتلو توان هم لري.» کیم، یادونه وکړه چې شمالي کوریا د خپل پوځي زور په ښوولو سره غواړي چې د نړیوالي ټولني توجه خپل لور ته راوگرځوي. د کیم د وینا له مخې جنوبي کوریا او جاپان په دې اړه غور کوي چې دغه موضوع ملگرو ملتونو ته وړاندي کړي.

امریکا متحده ایالاتو د توغندیو دغه ازموینه غندلې ده او د یوه «ستونزه رامنځ ته کوونکي او لمسوونکي» عمل په توگه یې عنوان کړې ده. جاپان بیا ویلي دي چې په دې اړه یې شمالي کوریا ته خپل احتجاج کړی دی.

د لنډ واټن ویشتونکو توغندیو عادي ازموینه

د توغندیو دغه ازموینه د لنډ واټن ویشتونکو توغندیو چې پکښې سکاډ میزایل او توغندي شامل ول، د ازموینې په تعقیب تر سره کیږي. داسې گومان کیږي چې دغه ازمویني د جنوبي کوریا او امریکا متحده ایالاتو د گډو پوځي مانورونو په غبرگون کې تر سره شوي وي.

په ملگرو ملتونو کې د شمالي کوریا استازي سو سي پیونگ، د سه شنبې په ورځ ویلي ول چې هیواد یې عادي پوځي تمرینونه تر سره کوي. تر اوسه لا د شمالي کوریا د دولتي رسنیو له خوا د توغندیو د وروستۍ ازمویني په اړه کومه تبصره نه ده شوې.

داسې اټکل کیږي چې شمالي کوریا دي شاوخوا ۳۰۰ رودونگ، ډوله توغندیو زیرمه ولري. که چیري د دغه هیواد ساينس پوهان په دې وتوانیږي چې اتومي سرگلولې جوړی کړي نو د تیوري له مخې دغه توغندي به د اتومي وسلو د لیږدولو وړتیا ولري.