1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا توغندیو آزمويلو ته دوام ورکړی

۱۳۹۴ اسفند ۲۸, جمعه

پيونگ يانگ له خپل طاقت ښوولو لاس نه اخلي. د دغه هيواد واکمن کیم جونگ اون نوي پوځي آزمويني کړي دي او نوري خطرناکه به هم وکړي. آیا د شمالي کوريا د وسلو لېونتون بنديدای سي؟

https://p.dw.com/p/1IFZl
د شمالي کوریا اتومي ازموينه
انځور: Reuters/Kcna

شمالي کوريا دوه نور بالستيک توغندي د سمندر پر لور توغولي دي. د جنوبي کوريا يونهاپ خبري آژانس ويلي دي چي دا کيدای سي د نودونگ په نوم منځي واټن ويشتونکي توغندی وي چي ۱۳۰۰ کيلومتره واټن ويشتلای سي.

د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع وزارت دغه خبر تائيد کړی دئ. امريکا پر شمالي کوريا ږغ کړی دئ، چي له ټولو هغو کړنو څخه لاس واخلي چي په سيمه کي د لمسون ډېرښت ته لمن وهي.

امريکا متحدو ايالاتو د چهارشنبې په ورځ پر شمالي کوريا باندي د بنديزونو سختولو اعلان وکړ. د بارک اوباما د لارښووني له مخي شمالي کوريا ته د هر ډول امريکايي شيانو صادرات منع دي. د سپيني ماڼۍ وياند جاش انست، ويلي دي چي امریکا متحد ايالاتو او نړيوالي ټولني ته «د هستوي وسلو او بالستيک توغنديو په برخه کي د شمالي کوريا غير قانوني کړني د زغملو نه دي.»

د روان کال په جنوري مياشت کي يوې اټومي آزمويني او تيره مياشت د يوه ليري واټن ويشتونکي توغندی تر آزمویني وروسته د ملگرو ملتونو امنيت شورا هم پر دغه منزوي هيواد باندي د سختو بنديزونو لگولو پريکړه وکړه.

له هغه وروسته شمالي کوريا يوه جنگي بڼه خپله کړې ده. د دغه هیواد واکمن کيم جونگ اون، په زغرده تهاجمي حالت غوره کړی او د نورو اټومي آزموينو او داسي توغنديو د ازمويني چي اټومي خولی هم له ځان سره لېږدولای سي اعلان کړی دئ.

د تيري پنجشنبې په ورځ پيونگ يانگ دوه د لنډ واټن ويشتونکي توغندی د سمندر پر لور وتوغولې. دغه ټولي آزمويني د ملگرو ملتونو د قطعنامو خلاف دي.