1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا: د اعدام جزا

حسن » بری «۱۳۸۵ اسفند ۱, سه‌شنبه

د بشر د حقوقونړيوالې ټولنې اېمنسټي انټرنشنل ته د رسېدلوخبرونوله مخې، د شمالي کوريا دوه تنه پوځيان د اعدام په جزامحکوم شويدي. ځکه چې له خپلوهېوادوالوسره يې مرسته کوله چې، په غېرقانوني توگه له پولې نه تېراو د شمالي کوريا اوچين ترمېنځ تگ راتگ وکړي.

https://p.dw.com/p/DMqx
انځور: AP

د اعدام دغه حکمونه د روان هجري لمريزکال د سلواغې د مياشتې له ٢٧ نېټې وروسته، هره شېبه عملي کېدای شي.

دغه دوه تنه پوځيان، يوافسراويوخُردضابط، د شمالي کوريا د شمالي ولايت همگيون د هويريونگ د سيمې په يوې سرحدي پُستې کې قوماندان او د هغه مرستيال وو. دغه دوه تنه، د هغوشمالي کوريايانو د گڼ شمېرپه هکله چې د شمالي کوريااوچين ترمېنځ تگ راتگ کوي، د دولتي اداروتريوې څېړنې وروسته، نيول شويدي.

د هجرت علتونه
په شمالي کورياکې د خوړو د توکوډېرسخت لږوالی د دغه هېوادپه زرگونوتنه اوسېدونکي دې ته اړباسي چې، د چين شمال ختيځ ولايت منچورای ته وتښتي. داسې فکرکيږي چې د تېرميلادي کال د اکټوبرپه مياشت کې د شمالي کوريا د اټومي وسلوآزموېنې د دې سبب شويدي چې، لاډېرشمالي کوريايان له خپل هېوادنه هجرت وکړي.

د شمالي کوريا د جزا د قانون د ١٧٧ پراگراف له مخې، هرهغه وگړي ته چې په غېرقانوني توگه د شمالي کورياله پولوڅخه وزي، د سياسي زندانيانولپاره په يوه زندان کې، تر ٣ کلونوپورې د زنداني کېدوگواښ کيږي. مگرنوموړی پراگراف د خوځېدو د آزادۍ د بنسټيزحق خلاف دی، کوم چې د مدني اوسياسي حقوقو د نړيوال تړون په ١٢ مادې کې ليکل شوېدي. دغه نړيوال تړون د شمالي کوريالخواهم لاسليک شوېدی.