1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا د امريکا ستراتېژاۍ ته خنډ اچوی

۱۳۸۸ خرداد ۱۹, سه‌شنبه

روديگر پاولرت له واشنگټن څخه د اولمسشر بارک اوباما د وياند د مرستيال له قوله ليکي، چې شمالي کوريا د امريکې متحده ايالتونو ته د سر خوږ جوړوي او د اوباما حکومت دې ته اړباسې چې په کار لاس پورې کړي.

https://p.dw.com/p/I6BB
انځور: AP

د وياند مرستيال زياتوي چې اولسمشر د دوو تنو امريکايي ژورنالستو مېرمنو د بند له کبله سخت خفه دئ او په هره ممکنه وسيله سره به د هغوی د آزادولو کوششونه کوي.

په واشنگټن کې يو شمېر څارونکې دې ته سترگې په لارو دي، چې د نيومکزيکو د ايالت گورنر بيل ريچاردسون بايد د امريکې د حکومت د ځانگړي استازي په توگه وکولی شي، امريکايانې د شمالي کوريا له بنده راخلاصې کړي.

ريچارد سون د امريکې په يوې تلويزيون کې وويل، چې په ٩٠ کالونو کې يې هم په برياليتوب سره د کوريا له بند څخه امريکايان راخلاص کړل.

(ريچاردسون وايي: زه فکر کوم چې دوی به بالاخره راخلاصيږي. زه خوشبين يم. مگر شمالي کوريا باندې باور نه شته. دوی سخته بازي کوي. دوی پوهيږي، چې نړيواله ټولنه يې څارنه کوي. دوی درناوی غواړي. خو دوی نظر وموږ ته بل ډول فکر کوي. موږ د عنعنوي سياست خيال لرو، د معاملې او روغې جوړې. دوی خپل پلانونه عملي کوي. خو د اهميت وړ خبره دا ده، چې لانجې سره بېلې کړی شي. نو ځکه زه هيله لرم، چې دواړه به راخلاصې کړی شو.)

خو همدغه جدايي به ربړې رامنځ ته کوي. شمالي کوريا د امريکې د بهرني سياست کړکېچن حالت تر سترگو کړی. د امريکې د بهرنيو چارو وزيرې هلري کلنټن د آسيا له خپل سفر نه وړاندې، د صلحې يو تړون په نظر کې درلود، که چېرته شمالي کوريا خپل اتومي پروگرام څخه لاس اخيستی.

ځواب روښانه وو: شمالي کوريا يوه تر ځمکه لاندې اتومي آزموينه سر ته ورسوله او هم يې يو د اوږواټن او څو د لنډ واټن توغوندي هوا ته وتوغول. دې کار د نړيوالو غږ راپورته او شمالي کوريا يې د امن د نړيوالې جرگې له لارې گرمه وگڼله.

روديگر خپل مطلب ته دوام ورکوي او وړاندې ليکي، امريکه اوس غواړي چې شمالي کوريا بېرته د ترهگرو هېوادونو په ډله کې وشميري او دا کار بيا امريکايي تصديو ته د دې اجازه نه ورکوي، چې له شمالي کوريا سره تجارتي اړيکې ولري او هم به د ملگرو ملتونو لخوا بنديزونه پرې لگول کيږي. د بهرنيو چارو وزيرې هلري کلنټن د امريکې په تلويزيون کې وويل:

(موږ به تر څو پورې چې کولی شو، هڅه کوو پر شمالي کوريا باندې پيسې ودروو. که چېرته اوس د شمالي کوريا پرضد يو مضبوط او اغېزمن گام پورته نه کړو، نو په هغه صورت کې به مو په شمال ختيزه آسيا کې له تسليحاتي وړنلوبې سره مرسته کړې وي. فکر کوم، هېڅوک دا څه نه غواړي.)

مگر کم تر کمه چين او روسيه پر شمالي کوريا باندې د اقتصادي بنديزونو پلويان نه دي. د شمالي کوريا په اوبو کې به د سوداگري بېړيو کنټرول هم ونه مني. نو بارک اوباما ته به مشکله وي، چا چې د اورپا د سفر په لړ کې په پاريس کې څرگنده کړه.

(هېڅوک ښايي ونه مني، چې موږ به په هغه لار وړاندې ځو، په کومه چې شمالي کوريا په دوامداره توگه سيمه بې ثباته کوي.)

په عمومي ډول سره ډېر هېوادونه د اوباما له دې څرگندونې سره موافقه لري، خو کله چې خبره د کوټلو تدبيرونو شي، نو بيا هم هغه د امريکې دوديز د جنوبي آسيا ملگري ورسره څنگ ته دريږي او بس. کوم نظامي تدبير هم فعلاً وجود نه لري. نو اوس هدف د دواړو امريکايي مېرمنو آزادونه دئ، مگر دا چې په کومه بيه سره.

عارف وردک
کتونکی: يحيی وردک