1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا د امنيت شورا د پريکړي په وړاندي سخت غبرګون ښودلی

۱۳۸۸ خرداد ۲۴, یکشنبه

دملګرو ملتو د امنيت شورا د جمعې د ورځي د راييو په اتفاق سره د پريکړي په وړاندي شمالي کوريا د ځواب ورکولو له پاره ډير زيات انتظار ونيست...

https://p.dw.com/p/I9BK
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په پريکړه پر شمالي کوريا باندي نور هم بنديزونه تند سوي دي
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په پريکړه پر شمالي کوريا باندي نور هم بنديزونه تند سوي ديانځور: DW-Montage/picture-alliance/dpa

د شمالي کوريا خبري آژانس KCNA د شنبي په ورځ د بهرنيو چارو د وزارت يو اعلاميه خپره کړه. په هغي کي راغلي دي: د لومړي ځل له پاره ټول پلوتونيوم چي تر اوسه توليد شوي دي، د وسلي په توګه چمتو کيږي. دوهم،د يورانيم شتمن کولو پروګرام له سره پيل کيږي. په عيني وخت کي د خپلو اټومي وسلو څخه د لاس اخيستو خبره نور زياتي د منلو وړ نه ده او نه له هغو څخه زياتي مخ اړول کيداي شي.

کارپوهان فکر کوي چي شمالي کوريا د وسلو کولو په مقصد د اتو اټومي بمونو له پاره پلوتونيوم لري. سر بيره پر دې دغه کمونستي هيواد د Yongbyong په سيمه کي په خپلو اټومي بټيو کي له څو کلونو را په دې خوا نور پلوتونيوم توليدکړي دي، چي يوه برخه يي د نړيوالي اټومي انرژۍ د ادارې د چاروکو تر څارني لاندي زيرمه شوي دي.

په 1994 کال کي شمالي کوريا د لومړي ځل له پاره په يوه تړون کي اعلان وکړ چي غواړي خپل اټومي پروګرام ودروي. خو دغه پروسه بيرته له خنډونو سره مخامخ شوه. بيا د 2007 کال د فبروري په مياشت کي د شپږ اړخيزو خبرو اترو په نتيجه کي چي په هغوکي چين، روسيه، د امريکا متحده ايالات، جاپان او شمالي او جنوبي کورياوي شاملي وي،شمالي کوريا موافقه وکړه چي هغه هيواد ته د انرژۍ او خوراکي توکو د استولوپه بدل کي خپل اټومي پروګرام ودروي.

د روان کال د اپريل د مياشتي پر پنځمه نېټه د شمالي کوريا د اټومي توغندی د توغولو ازموينه
د روان کال د اپريل د مياشتي پر پنځمه نېټه د شمالي کوريا د اټومي توغندی د توغولو ازموينهانځور: AP

نيم کال مخکي له هغي کمونستي کوريا د خپل مطلق العنان مشر کيم يونګ دوهم تر مشر ي لاندي خپله لومړۍ اټومي آزموينه سرته ورسوله. وروسته له هغه چي Yongbyong دستګاوي وتړل شوې، په خبرو اترو کي بيا چوپتيا غوره شوه، همآغه ؤ چي شمالي کوريا د روان ميلادي کال د اپريل پر پنځمه يو اوږد واټن لرونکي توغندی وتوغاوه. دا د 2006 کال د پريکړي پر خلاف يوه ښکاره سرغړونه وګڼله شوه او د ملګرو ملتو د امنيت د شورا په يوې ګډي اعلاميې کي وغندله شوه.

له هغه ورسته د پيونګیانګ مشري په شپږ اړخيزو خبرو اترو کي له ګډون څخه مخ واړاوه او د خپلو اټومي پروګرامونو د بيرته پيل کيدو اعلان يي وکړ. د مي پر پنځمه نيټه شمالي کوريا خپل بل اټومي پروګرام تر آزمويني لاندي ونيو. د دغه اقدام په وړاندي د امنيت شورا د جمعې په ورځ د شمالي کوريا پر ضد بنديزونه نور هم تندکړل.

د کمونسټي دولت د شنبې د ورځي اعلان چي غواړي خپل پلوتونيوم د وسلو جوړولوله پاره چمتو کړي په حقيقت کي کومه نوې خبره نه ده. همدا راز د يوراينم د شتمن کولو د پروګرام بياپيل کول د نه انتظار وړ اعلان نه دي. په 2002 کال ک هم د امريکا متحده ايالاتو پر شمالي کوريا ددې ډول يو پروګرام په وجه نيوکه کړې وه.

د شمالي کوريا په اعلاميه کي د امنيت د شورا د بنديزونو په وړاندي دريځ نيول شوي دي. وروسته له ډيرو خبرو اترو څخه هغه شورا وتوانيده چي بنديزونه نور هم تندکړل.سر بيره پر دې له هر هيواد څخه غوښتل شوي، چي د هوا او ځمکي له لاري د هر هغه يو پيټي کنټرول او پلټنه وکړي چي د شمالي کوريا د اټومي او توغندي پروګرامونو له پاره د توکو د شته والي ګمان پرې وشي. خو شمالي کوريا دغه ډول اقدامات د خپل هيواد پرخلاف يوه نړيواله محاصره ګڼي چي د جګړه ايز عمل سره يو شان دی.

انتظار به وايستل شي چي وروسته له دغي تندي لهجې څخه شمالي کوریا په نورو لمسونکو اقداماتو لاس پوري کوي او که د يوغيري رسمي اټومي ځواک په توګه د خبرو اترو ميز ته بيرته ستنيږي.