1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا د اوږده واټن توغندی ازمايلی دی

۱۳۹۱ آذر ۲۲, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/170NH

نړيوالو انتقادونو ته په پام نه کولو سره شمالي کوريا د اونها ۳ ډوله اوږده واټن توغندی ازمايلی دی. دغه خبر جنوبي کوريا اوجاپان ورکړی دی. د پیونګ یانګ په حواله بیا دا د سپوږمکۍ لېږدولو توغندی ياد سوی دی. خو لوېديځ ګومان کوي چي دا د شمالي کوريا د اټومي پروګرام په چوکاټ کښي د یوه ممنوعه راکټ ازمایل وه. ډیرو هيوادو د دې دمخه له شمالي کوريا څخه غوښتي وه چي تر دغه کار تیرسي. د اروپايي ټولني د بهرنیو چارو وزيرانو د دوشنبې په ورځ لا د احتمالي توغندی ازمويل یو تحریک آمیزه عمل بللی وو. د جاپان حکومت د دې ترمخه پوځ په اضطراري حال کښي راوستی وو او په اوکیناوا کښي یې د پاتریوت دفاعي توغندی ځای پر ځای کړي وې. سربېره پردې جاپان او د امريکا متحده ايالاتو په دفاعي سيسټم مجهزي کښتۍ په بحر کښي د تیارسی په حال کښي راوستلي دي. د ملګرو ملتو د امنيت شورا د ۲۰۰۹ کال یو پریکړه لیک شمالي کورياته د اوږده واټن توغندی د ازمايلو اجازه نه ورکوي.