1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا د نورو آزمويونو گواښ کړی دئ

۱۳۹۱ بهمن ۵, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/17Qmi

شمالي کوریا په ښکاره تهدید سره د امريکامتحده ايالاتو پر ضد، د اټومي وسلو او بیا فضا ته د سپوږمکيو د لیږلو اعلان کړی دی.د شمالي کوریا خبري آژانس خبر ورکړی دی، چي دا د دښمن هیواد امريکا او ملګروملتو د امنیت شورا د هغه پریکړه لیک په مقابل کي یو عکس العمل دی، چي د سه شنبې په ورځ یې پر شمالي کوریا باندي نوي بندیزونه وضع کړل. تر هغه وروسته چي شمالي کوریا په دسمبرمياشت کښي یو توغندی وتوغاوه، د امريکا متحده ايالاتو پر جزايي تدابیرو باندي کار کاوه. په دې کار کښي د جاپان، جنوبي کوریا او چین له خوا هم د امریکا ملاتړ سوی دی.