1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا څو ساعتونه انترنيت نه لاره

دويچه ويله/ محمد قاسم نوري۱۳۹۳ دی ۲, سه‌شنبه

د یوه څېړونکي خدماتي شرکت د معلوماتو پر اساس له امريکا متحدو ايالاتو سره د هيکری بریدونو پر موضوع باندي په شمالي کوريا کي د څو ساعتو له پاره انترنيټي خدمات له منځه تللي ول. ویل کیږي، چي دغه هيواد ۹ ساعته بې انترنيټه.

https://p.dw.com/p/1E91k
انځور: picture-alliance/dpa

د امريکا متحدو ايالاتو تکنالوژیکي څېړونکی شرکت «داین ریسرچ» په تویتر کي لیکلي دي، چي شمالي کوريا په تیرو ۲۴ ساعتونو کي ډیره بې ثباته وه. هلته د انترنيټي خدماتو حالت ډیر خراب وو او يوازي تر ۹،۵ ساعتونو وروسته بیرته انترنيتي اړيکي رامنځته سوې. دغه شرکت په ټوله نړۍ کي د انترنيټي خدماتو فعالیتونه تعقیبوي.

شمالي کوريا World Wide Web ته د ورداخلیدو محدود امکانات لري. د «داين ريسرچ» د معلوماتو پراساس د شمالي کوريا ټوله مخابراتي سیسټم د «چینا نېټ کم» له لاري، چي د«چینا یونیکَم » یوه څانگه ده، پر مخ ځي. د امریکا حکومت له چین څخه د مرستي غوښتنه کړې وه، څو د شمالي کوريا هيکري حملې بندي کړي.

د انترنيتي خدماتو له قطع کیدو څخه ممتاز قشر متضرره سوی

د «داين ريسرچ» کارکوونکو د آمر دوگ مادوري، په حواله د شمالي کوريا په یوه انترنيت پاڼه کي راغلي دي، چي دا د حیرانتیا خبره نه ده، چي د دغه هیواد پر ضد په اوس وخت کي سایبري حمله جریان ولري.

خو امریکايي د «ان بي سي» تلویزوني چینل د يوه رپوټ پر اساس د امریکا حکومت یوه استازي په قاطعیت سره دا خبره رد کړې ده، چي گويا د امريکا متحد ايالات د شمالي کوريا د انترنيټ له قطع کیدو سره ارتباط لري.

د دغه تلويزيوني چينل د معلوماتو پراساس د انترنيتي خدماتو قطع کول، ممتاز قشر متضرر کړی دی، ځکه چي د عادي خلگو یوه لویه برخه بې له هغه هم انترنيټ ته لاسرسی نه لري.

د امريکا متحد ايالات د پيونګ يانګ پر رهبرۍ باندي تور لگوي، چي د «سوني پیکچرس» پر فلمي ستوډیو باندي په هيکري حمله کي لاس لري. دغي ستډيو د شمالي کوريا په باب يو مسخره طنزي فلم سینما ته وړاندي کاوه.

په دغه حمله کي هيکرانو په نومبر میاشت کي د سوني مهم اسناد او ارقام غلا او نشر کړل. د یرغل کوونکي د توضیحاتو پر اساس دغه عمل « The Interview » د کومیډي پلان سوي فلم د ښکاره کیدو پر ضد تر سره سوی دی. فلم د شمالي کوريا د مشر کیم یونگ اون د ساختگي وژل کیدو د پلان په باب وو.

شمالي کوريا پر دغه فلم باندي د جنگ د اعلان په حیث انتقاد؛ او د غچ اخیستلو اعلان کړی وو. خو پر سوني باندي یې هر ډول هيکري حمله رد کړې وه. «سوني پیکچرس» تر دغو گواښونو وروسته بلاخره د فلم له ښکاره کولو څخه ډډه وکړه. د فلم تولیدونکي شرکت ته په دې وسیله تقریباً نیم ميلیارد ډالره تاوان ورسید.