1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا بیا اتومي آزموینه تر کړې

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ شهریور ۱۹, جمعه

په شمالي کوریا کې لومړی د ځمکې غیر عادي لړزه ثبت شوې او په تعقیب یې د دغه هیواد دولتي تلویزونه سپیناوی وکړ. د پیونگ حکومت د پنځم ځل له پاره اتومي بم ازمویلی دی. نورو هیوادونو په دې هکله اندیښنه ښوولې ده.

https://p.dw.com/p/1Jyp0
Nordkorea Raketentest
انځور: picture alliance/AP Images

په شمالي کوریا کې یو ځل بیا د اتومي بم ازموینه تر سره شوې ده. دغه خبر د شمالي کوریا دولتي تلویزو تائید کړی دی. تر دې د مخه د امریکا متحدو ایالاتو د ځمکې پيژندنې ادارې د شمالي کوریا د پونگيي ري، په سیمه کې د ۵،۳ درجې په شدت زلزله ثبت کړې وه. په دغه سیمه کې شمالي کوریا خپلې اتومي ازموینې تر سره کوي. زلزله پيژوندونکي پر دې باندې باوري ول چې د ځمکې دغه غیر عادي لړزه له مصنوعي زلزلې سره تړاو لري.

د پونگيي ري، په سیمه کې له ۲۰۰۶م کال راهیسې شمالي کوریا بیلا بیلې اتومي ازموینې تر سره کړي دي، چې پکښې د روان میلادي کال په جنورۍ میاشتې کې څلورمه اتومي ازموینه هم شامله وه. تر دې دمخه د ستلایت په انځورونو کې په دغه سیمه کې داسې فعالیتونه ثبت شوي وو، چې د یوې بلې اتومې ازموینې د چمتو کولو هڅه په گوته کوي.

جنوبي کوریا په غوسه ده

د جنوبي کوریا ولسمشرې پارک گیون های، د شمالي کوریا پر مشرتابه باندې «د جنوني بې باکۍ» تور پورې کړی دی چې د هغې د خپلې وینا له مخې دغه هیواد په خپله د خپل تخریب پر لور لار گړندۍ کوي. د امریکا متحدو ایالاتو له ولسمشر بارک اوباما سره د تلیفوني خبرو اترو وروسته پارک ویلي دي چې متحدو ایالاتو د شمالي کوریا له لوري د یوه گواښ څخه د خوندیتوب له پاره جنوبي کوریا ته د خپل بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

د شمالي کوریا له لوري د نوي اتومي ازموینې د تر سره کیدو وروسته د متحدو ایالاتو ولسمشر د پیونگ یانگ مشرتابه د هغې «د جدي عواقبو» څخه خبرداری ورکړی دی. د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ایرنست، په واشنگټن کې ویلي دي چې بارک اوباما د جنوبي کوریا او جاپان د حکومتونو له مشرانو سره تلیفوني خبرې اترې کړي دي. د نوموړې ویاند په خبره د متحدو ایالاتو ولسمشر به په راتلونکو ورځو کې «زموږ له متحدینو او شریکانو سره مشورې وکړي، څو دا خبره ډاډمنه کړي چې د شمالي کوریا د لمسونې اقدامات له جدي عواقبو سره مخامخ شي.»

همداشان چین هم د شمالي کوریا له لوري دغه اتومي ازموینه په کلکه غندلې ده. د چین د بهرنیو چارو وزارت پر خپله انټرنیټ پاڼه لیکلي دي چې شمالي کوریا «د نړیوالې ټولنې د پراخ مخالفت سربیره هم یو ځل بیا اتومي ازموینه تر سره کړې ده. د چین حکومت دغه پریکړه ردوي.» همداشان د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د شمالي کوریا له لوري پنځمه اتومي ازموینه رد کړې ده او او د ملگرو ملتونو په امنیت شورا باندې یې غږ کړی دی چې د دغې شورا د پریکړه لیک څخه د سرغړونې په هکله غبرگون وښيي.

جاپان هم انديښنه څرگنده کړې ده

که څه هم جاپان له شمالي کوریا څخه څو سوه کیلومتره وړاندې دی، خو د شمالي کوریا اتومي ازموینې د جاپان د امنیت له پاره د گواښ په توگه انگیرل کیږي. د جاپان د حکومت یوه ویاند ویلي دي چې له دې کبله هیواد یې د شمالي کوریا پر وړاندې د لا ډیرو بندیزونو د لگولو غوښتنه کوي. د روان میلادي کال په مارچ میاشتې کې ملگرو ملتونو پر دغه هیواد باندې د سوداگرۍ په برخه کې بندیزونه لا پسې سخت کړي وو.

خو د ملگرو ملتونو له لوري د جزایي اقداماتو د خبرداري سربیره دغه منزوي شوي هیواد چې مشري یې کیم جونگ اون کوي، د خپلو توغندیو ازمویلو ته ادامه ورکړې ده. همدا د دوشنبې په ورځ دغه هیواد بالستیک یا قاره یي توغندي ازموینه تر سره کړه او د چین په هانگژو کې یې د نړۍ د پرمختلي صنعتونو هیوادونو جي ـ ۲۰ د دولتونو او حکومتونو مشران په حیرانتیا کې واچول.

د سه شنبې په ورځ د ملگرو ملتونو امنیت شورا د شمالي کوریا له لوري د توغندي دغه ازموینه په کله غندلې وه. د دغې شورا په یوه اعلامیه کې راغلي ول چې شمالي کوریا د امنیت شورا د ډیر شمیر پریکړه لیکونو څخه سرغړونه کړې ده.