1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا بیا توغندي ازمویلي دي

آژآنسونه / س.ر.۱۳۹۵ تیر ۲۹, سه‌شنبه

د ملگرو ملتونو د ټولو بندیزونو او خبرداریو سربیره، شمالي کوریا یو ځل بیا د بالستیک یا قاره یي توغندیو ازموینه تر سره کړې ده. دغه خبر د جنوبي کوریا پوځ ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1JREa
Nordkorea Raketentest U-Boot
انځور: Reuters/KCNA

په سیول کې د «یونهاپ» په نوم خبري آژانس د سویلي کوریا د پوځ په حواله رپوټ ورکړی دی چې احتمالا دغه سیستم پخواني روسي ډوله سکد توغندي دي چې له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ کیلومترو پورې واټن ویشتلی شي او د دغه هیواد په شمال کې د جاپان د سمندرگي پر لور توغول شوي دي.

مقابل غبرگون؟

څو ورځې تر مخه جنوبي کوریا او امریکا متحدو ایالاتو په جنوبي کوریا کې د توغندیو د دافع هوا سیستم د ځای پر ځای کولو د گډو پلانونو خبر ورکړ. د دغو هیوادونو د دفاع وزارتونو وویل چې ``THAAD`` په نوم دغه سیستم یوازې شمالي کوریا ته متمرکز دی. د دې په مقابل کې شمالي کوریا د متقابل غبرگون د ترسره کولو گواښ کړی وو.

د روان میلادي کال په جنورۍ میاشتې کې دغه کمونستي هیواد یو اتومي بمب ازمویلې وو، چې د شمالي کوریا دغه ډول څلورمه ازموینه وه. تر هغې وروسته دغه هیواد د توغندیو ډیر شمیر ازموینې تر سره کړې دي.

د تیرو میاشتو د توغندیو په ازمویلو سره شمالي کوریا په مکرر ډول د ملگرو ملتونو له پریکړه لیکونو څخه سرغړونه کړې ده او له دې کبله نړیوالې پر دې کار سختې نیوکې کړي دي. له دې کبله د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په مارچ میاشتې کې پر دغه منزوي شوي هیواد داسې بندیزونه ولگول چې تر دې د مخه پرې نه وو لگول شوي.