1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا خپل پوځ تیارسئ حالت ته راوستی

شمس الرحمان ناصر (آژانسونه)۱۳۹۲ مهر ۱۶, سه‌شنبه

شمالي کوریا د امریکا، جاپان، او جنوبي کوريا له خوا د ترسره کیدونکو ګډو پوځي مانورو پر ضد غبرګون کې خپلو ټولو ځواکونو ته د تیارسئ په حالت کې د پاتې کیدو امر کړی دی.

https://p.dw.com/p/19vzv
انځور: AP

د امریکا، جاپان، او جنوبي کوریا دغه ګډ سمندري پوځي مانور د سه شنبې په ورځ پيلیږي. د جنوبي کوریا د خبري آژانس «یونهاپ» په حواله مخکې تر دې دغه پوځې مانورۍ د خرابې هوا له امله ځنډول شوې وو.

د دغو پوځي مانورونو په غبرګون کې د شمالي کوریا پوځ ته د لوړپوړو چارواکو له خوا په پیړنۍ توگه امر شوی دی چې د هر ممکنه گواښ له پاره باید بشپړه امادګي ولري.

د شمالي کوریا د دولتي رسنیو په حواله د هیواد ټولو پوځي ادارو ته دنده سپارل شوې ده چې په سیمه کې د امریکا، جاپان، او جنوبي کوریا د پوځونو هر ډول حرکت وڅاري.

د شمالي کوریا د پوځ ویاند ویلي دي چې په دغو مانورونو کې د امریکا د اتومي وسلو د لیږد قابلیت لرونکې لویو بیړیو موجودیت په واضح ډول دا ثابتوي چې د «دغو سمندري مانورو موخه د شمالي کوریا تحریکول دي».

دا په داسې حال کې ده چې د جنوبي کوریا د دفاع وزارت یوه لوړ پوړي چارواکې ویلي دي چې دا یوازی «د بیړنیو مرستو رسولو» پورې تړلی یو مانور دی. دغه چارواکي ټینگار کړی دی چې د دغو مانورونو هدف هیڅکله هم د پوځې بریدونو ترسره کول نه دي.

شمالي کوریا په وار واره سره پر امریکا، جنوبي کوریا او جاپان باندې تورونه لګولي دي چې غواړي د پوځې مانورو په پلمه پر پيانګیانګ باندې برید وکړي.

د روان کال د فبروري په ماشت کې د شمالي کوریا له لورې د ترسره شویو اتومي ازموینو له کبله د دغه هیواد او نړیوالې ټولنې تر منځ اړیکې لا پسې ترینگلې شوې. شمالي کوریا په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کلونو کې هم اتومي ازموینې کړې وې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب