1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا ته د شمالي کوریا نوی ګواښ

مسعود جهش (AFP, Reuters)۱۳۹۲ فروردین ۱, پنجشنبه

شمالي کوریا امریکا ته ګواښ کړی دی چې په آرام سمندر کې به د دې هیواد پر پوځي اډو باندې برید وکړي. پینګیانګ دغه ګواښ د امریکا له خوا له جنوبي کوریا سره په پوځي مانورونو کې د B52 ډوله الوتکو د کارولو له کبله کړی دی.

https://p.dw.com/p/181HO
English: A B-52 releases a test version of the Massive Ordnance Penetrator (MOP) during a test of the weapon over White Sands Missile Range, N.M. in 2009. (DoD photo) Français : Largage d'une Massive Ordnance Penetrator par un B-52 lors d'un essai le 18 juin 2009. Date 18 June 2009 Source http://www.flickr.com/photos/dod_dtra/4327700817/ Author DoD photo
Bunkerbrechende Rakete A B-52انځور: Public domain

د شمالي کوریا پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل چې هغه به په آرام سمندر کې د امریکا د سمندري اډو د په نښه کولو له پاره خپلې «دقیقې» وسلې چمتو وساتي.

پینګیانګ یوه ورځ وروسته تر هغه دغه ګواښ وکړ چې ویلي وو، امریکايي او د جنوبي کوریا ځواکونو په خپلو ګډو پوځي تمریناتو کې له B52 ډوله الوتکو څخه کار اخیستی دی. شمالي کوریا ویلي دي چې د دغو الوتکو استعمال یو پاروونکی عمل دی. دغه ډول الوتکې د اتومې سرګلولو د لیږدولو وړتیا لري.

د شمالي کوریا د پوځ په یوې ویناپاڼه کې چې د دې هیواد د دولتي تلویزیون له خوا خپره شوې ده، راغلي دي: «موږ د ا نه شو زغملای چې امریکا زموږ پر ضد د هستوي برید تمرینات تر سره کړي. موږ دا هم نه شو زعملای چې هغوی دا زموږ پر ضد د یوې پیاوړې وسلې په توګه تبلیغ کړي.»

په بیانیه کې ویل شوي دي چې امریکا باید دا خبره هیره نه کړي چې په آرام سمندر او جاپان کې د دې هیواد پوځي اډو ته د شمالي کوریا «دقیق» توغندي رسیدای. په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت یا پنتاګون دا خبره منلې ده چې هغوی په جنوبي کوریا کې له B52 ډوله الوتکو څخه کار اخیستی دی.

په وروستیو وختونو کې شمالي کوریا څو وارې متحده ایالاتو او جنوبي کوریا ته ګواښونه کړي دي. دې هیواد تر هغه وروسته نوي ګواښونه وکړل چې ملګرو ملتونو پر پینګیانګ باندې بندیزونه نو هم سخت کړل.

شمالي کوریا تیره میاشت خپله دریمه اتومي آزموینه ترسره کړه چې له کبله یې متحده ایالاتو او د امنیت شورا پر دې هیواد باندې لګیدلي تحریمونه لاپسې سخت کړل.