1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا د جزا په نړیواله محکمه کې محاکمه کیږي؟

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۲۸, چهارشنبه

د لومړي ځل له پاره د ملگرو ملتونو د بشري حقونو ځانگړې کمېټې د رایو په اکثریت سره پریکړه کړې ده چې د شمالي کوریا رژیم د بشریت ضد جرمونو له کبله محاکمه شي. خو دغه پریکړه لیک باید لومړی د امنیت شوری له لوري تصویب شي.

https://p.dw.com/p/1DpXy
انځور: Reuters/KCNA

د سه شنبې په ورځ د بشري حقونو له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړې کمېټې په دې هکله رایې ورکړې چې شمالي کوریا په دنهاگ، کې د جزا نړیوالې محکمې ته وروپیژندل شي.

دغه گام په منزوي شوي هیواد شمالي کوریا کې ناوړه بشري وضعیت ته د ځواب ویلو له پاره اخیستل شوی دی. دا لومړی ځل دی چې شمالي کوریا د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلې د دریمې کمېټې له لوري چې پر بشري حقونو تمرکز کوي د جزا نړیوالې محکمې ته ورپیژندل کیږي.

دغه پریکړه لیک چې د اروپایي ټولنې او جاپان له لورې چمتو شوی وو د ۱۱۱ موافقو او ۱۹ مخالفو رایو سره د بشري حقونو د ځانگړې کمېټې له لوري تصویب شو. ۵۵ غړو له رایې ورکولو څخه ډډه وکړه. هغه چا چې د دغې مسودې پر خلاف رایې ورکړې په هغې کې د شمالي کوریا نزدې ملگري هیواد چین سربیره د روسیې، سوریې، ایران او کیوبا هیوادونه شامل دي.

د بشریت ضد جرمونه

په دغه پریکړه لیک کې راغلي دي دي چې د دې له «پاره مناسب دلایل شته، چې باور وکړو چې په څو لسیزو کې په لوړه دولتي سطح د ټاکل شوو پالیسو په تعقیب د بشریت ضد جرمونه تر سره شوې دي.»

د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د نومبر میاشتې ۱۸مه) رایې اچونه د فبروري په میاشت کې د ملگرو ملتونو د څیړنیز رپوټ د خپریدو په تعقیب تر سره شوه. دغه څیړنیز رپوټ چې په کې د شمالي کوریا د ۳۰۰ جلا وطنه قربانیانو او کارپوهانو سره مرکې شوي دي، ښيي چې د شمالي کوریا رژیم د بشریت ضد د جنایتونو پر تر سره کولو مرتکب شوی دی چې په کې وژل، په سیستماتیکه توگه ربړول، جنسي تیری، جبري سقط جنین، سیاسي تعقیب او په اصطلاح د ۱۲۰۰۰۰ مخالفینو وږي ساتل او بندي کول شامل دي.

دغه پریکړه لیک اوس د دسمبر په میاشت کې د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته وړاندې کیږي. که چیرې دغه پریکړه لیک د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ له لوري تائید شي نو بیا به د امنیت شوری ته ولاړ شي، چې یوازې دغه مرجع د جزا نړیوالې محکمې ته د دغه قضیې د حواله کولو صلاحیت لري.

دې ته په کتو سره چې چین او روسیه د ملگرو ملتونو د امنیت شوری دایمي غړي دي او د ویتو حق لري، ښایي دغه پریکړه لیک په امنیت شوری کې تصویب نه شي. چین، روسیې او کیوبا هڅه وکړه چې په دغه پریکړه لیک کې د جزا نړیوالې محکمې ته د شمالي کوریا د راجع کولو برخه لیرې کړي.

د دغه رایې اچونې تر مخه شمالي کوریا هڅه وکړه چې د دیپلوماسۍ له لارې د کمېټې نظر ته بدلون ورکړي او آن د لومړي ځل له پاره یې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو ځانگړي استازي ته شمالي کوریا ته د سفر کولو بلنه ورکړه. د دغې هڅې د ناکامۍ وروسته پیونگ یانگ د غوسې ډک غبرگون وښود او د دغه پریکړه لیک د تصویبدو په صورت کې یې گواښنه کړې.