1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا د نورو پارونو په صورت کې د اتومي برید ګواښ کړی

۱۳۹۶ فروردین ۲۳, چهارشنبه

شمالي کوریا د امریکا پر وړاندي خپلو ګواښونو ته دوام ورکړی. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ، په وارو وار ویلي دي چې امریکا به د شمالي کوریا ستونزي حلولو په موخه په یوازې سر عمل وکړي.

https://p.dw.com/p/2b5ya
Nordkorea Diktator Kim Jong-un | Kangdong Precision Machine Plant
انځور: Reuters/KCNA

تر هغه وروسته چې امریکا د کوریا ټاپووزمې پر لور خپلې جنګې بیړۍ واستولې، د شمالي کوریا دولتي رسنیو ګواښ وکړ چې دغه هیواد به د نورو پارونو په صورت کې په اتومي برید لاس پوري کړي.

د کوریا د کارګر ګوند د مرکزي کمیټې رسمي ورځپاڼي «رودونګ سینمون» په یوه بیانيه کې ویلي دي: «زموږ انقلابي پیاوړي پوځ د دښمن کړیو هر حرکت په دیر دقت څاري، په داسې حال کې چې زموږ اتومي نظر نه یوازي په سویلي کوریا کې د امریکا اشغالګرو اډو ته متمرکز دی، بلکي پر خپله امریکا هم تمرکز موجود دی.»

دغه اعلامیه د سه شبنې په ورځ د شمالي کوریا د پارلمان تر پرانیستل کیدو لږ وروسته خپریږي. د شمالي کوریا مشر کیم جان اون، هم په پارلمان کې موجود وو.

تمه کیږي چې په شمالي کوریا کې د دې هیواد د لومړي رهبر کیم ایل سونګ، د ۱۰۵ کلیزي په مناسبت ډیر جشنونه ونیول شي. کیم ایل سونګ د شمالي کوریا تل پاتی ولسمشر بلل کیږي.

داسې ویره شته چې شمالي کوریا به د هغه د کلیزي په مناسبت اتومي آزموینه وکړي. پر دې سربیره د اپریل پر۲۵مه نیټه د شمالي کوریا د پوځ د جوړښت ۲۵مه کلیزه هم ده. په دې ورځ هم د اټومي آزمویني ترسره کیدو امکان شته. د شمالي کوریا وروستیو آزموینو وښوده چې دغه هیواد کیدای شي ژر داسې بالستیک توغندي ولري چې د امریکا متحدو ایالاتو د په نخښه کولو توان لري.

امریکا خپل فشار ته دوام ورکوي

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، تیره اوونۍ له خپل چینایي سیال سره وکتل او له هغه سره يې د شمالي کوریا د اتومي پروګرام د ختمولو په اړه خبري وکړي. ترمپ د سه شنبې په ورځ په خپله تویتر پاڼه کې ولیکل چې که چین په دې برخه کې له مرستې ډډه وکړي نو امریکا به په یوازې سر عمل وکړي.

 

زموږ له ارشيف څخه: