1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا د «نه یرغل کولو» تړون لغوه کړ

سید ریاض (AFP, AP)۱۳۹۱ اسفند ۱۸, جمعه

شمالي کوریا له سویلي کوریا سره د نه یرغل کولو تړون لغوه کړی. دې هیواد د ملگرو ملتونو د سختو بندیزونو پر وړاندې د غبرگون په توگه دغه اعلان کړی. پر شمالي کوریا باندې د دې هیواد د اتومي پروگرام له کبله بندیزونه وضع شوي دي.

https://p.dw.com/p/17tT9
Bildnummer: 57897448 Datum: 15.04.2012 Copyright: imago/Xinhua (120415) -- PYONGYANG, Apr. 15, 2012 (Xinhua) -- A military parade is held in Pyongyang, capital of the Democratic People s Republic of Korea (DPRK), on April 15, 2012. The DPRK staged massive celebrations in Pyongyang s main square on Sunday with a grand military parade to mark the 100th anniversary of the birth of founding leader Kim Il Sung.(Xinhua/Zhang Li) (dtf) DPRK-PYONGYANG-MILITARY PARADE PUBLICATIONxNOTxINxCHN Gesellschaft Nordkorea Militär Jahrestag Geburtstag Parade Militärparade premiumd xbs x0x 2012 quer Aufmacher 57897448 Date 15 04 2012 Copyright Imago XINHUA Pyongyang Apr 15 2012 XINHUA a Military Parade IS Hero in Pyongyang Capital of The Democratic Celebrities S Republic of Korea DPRK ON April 15 2012 The DPRK staged Massive celebrations in Pyongyang S Main Square ON Sunday With a Grand Military Parade to Mark The 100th Anniversary of The Birth of Founding Leader Kim Il Recovery XINHUA Zhang left DPRK Pyongyang Military Parade PUBLICATIONxNOTxINxCHN Society North Korea Military Anniversary Birthday Parade Military Parade premiumd xbs x0x 2012 horizontal Highlight
Nordkorea Rakete Waffen Bedrohungانځور: imago/Xinhua

په دې ترڅ کې شمالي کوریا خپل ګاونډي هیواد سویلي کوریا ته خبر ورکړی دی چې نور د سولې تړون پاپند نه دی. د کوریا د سوله ییز بیا یووالي دولتي کمیټې په یوه بیانیه کې ویلي دي: «[شمالي کوریا] د شمال او سویل تر منځ د نه یرغل کولو د ټولو موافقتنامو د له منځه وړلو پریکړې ته رسیدلې ده.»

د شمالي کوریا له لورې دغه اعلان وروسته له هغې وشو چې د ملګرو ملتونو د امنیت شوری د اتومي وسلو د مخ نیوي په خاطر د شمالي کوریا پر رژیم باندې سخت تحریمونه وضع کړل. سویلي کوریا لا تر اوسه پورې په دې اړه کوم غبرگون نه دی ښوولی.

دا په داسې کې ده چې سویلي کوریا خپل پوځ د پنجشنبې له ورځې راهیسې د تیارسی په حالت کې درولی دی او ویلي یې دي چې په شمال کې د دوی ګاونډی هیواد د «لویو» پوځي تمریناتو له پاره چمتووالی نیسي. تر دې یوه ورځ مخکې شمالي کوریا د متحده ایالاتو او سویلي کوریا پر وړاندې په خپله لهجه کې تندوالی راوستی وو.

شمالي کوریا په فبروري میاشت کې اعلان وکړ چې خپله دریمه اتومي آزموینه یې په بریا سره تر سره کړې ده. د ملګرو ملتونو د امنیت شورې تر دې مخکې د دې هیواد پر وړاندې داسې پریکړه لیکونه تصویب کړي ول چې موخه یې د دغه هیواد د اتومي وسلو او توغندیو د تکنالوژې د پرمختګ مخه نیول وو.

پر شمالي کوریا باندې د امنیت شوری بندیزونه

د پنجشنبې په ورځ «د ۲۰۱۳ کال د مارچ د میاشتې اوومه نېټه» د ملګرو ملتونو د امنیت شوری ټول غړي د شمالي کوریا پر وړاندې د لا سختو اقتصادي بندیزونو د وضع کولو پر سر سره موافقتې ته ورسیدل.

د دغو بندیزونو له مخې به شمالي کوريا ته د تلونکې کارګو څارنه سخته کړل شي او په ځانګړي توګه به د دغه هیواد پلازمینې ته د قیمتي موټرو، کښتۍ ګانو او د ګاڼې پر صادرولو نوي بندیزونه وضع شي. پر دې سربیره درې کسان، یوه دولتي ساینسي اکادمي او یو سوداګري شرکت هم د ملګرو ملتونو د سفر کولو په تور لیست کې شامل کړل شوي او شتمنې یې باید کنګل کړای شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون، په دې اړه د رایې ورکولو ستاینه کړې ده. د بان له قوله په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې دغه اقدامات په واضح ډول دا پیغام رسوي چې نړیواله ټولنه به د شمالي کوریا له لوري د اتومي وسلو تعقیب و نه زغمي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو سفیري سوزان رایس، ویلي دي چې د دغو بندیزونو موخه دا ده چې د شمالي کوریا رژیم د خپلې سختي پوځي پالیسي د پایلو احساس وکړي.