1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا پر سمندر بالستیک توغندي توغولي دي

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ شهریور ۱۵, دوشنبه

شمالي کوریا د جاپان په سمندر کې بالستیک توغندي توغولي دي. دغه هیواد په داسې حال کې خپل ځواک ښيي چې د نړۍ مشران په چین کې د G20 غونډې له پاره سره راټول شوي دي.

https://p.dw.com/p/1JvmF
انځور: picture-alliance/dpa/Kcna

شمالي کوریا د دوشنبې په ورځ درې توغندي وتوغول. د پیانګیاګ دغه اقدام د نړیوالو له خوا غندل شوی دی. د سویلي کوریا پوځ ویلي دي چې دغه د منځني واټن ویشتونکي توغندي تر ۱۰۰۰ کیلو متره واټن وهلو وروسته، د جاپان په سمندر کې لویدلي دي.

د سویلي کوریا په یوې پوځي بیانیه کې راغلي دي: «داسې آتل کیږي چې توغول شوي توغندي دې رودونګ ډوله میزایل وي چې ۱۰۰۰ کیلو متره واټن وهي، او جاپان ته یې په اړه د معلوماتو له ورکولو پرته توغول شوي دي.»

په بیانیه کې زیاته شوې ده: «د شمالي کوریا له خوا د توغندیو توغونه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اعلامیې تر پښو لاندې کول دی. د دې هیواد [شمالي کوریا] هدف د G20 غونډې پر مهال د خپلو اتومي او توغندیو د قدرت ښوول دي.»

تر دې دوه اوونۍ مخکې شمالي کوریا له یوې اوبتلې څخه هم د بالستیک توغندیو آزموینه کړې وه. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د شمالي کوریا له خوا د بالستیک توغندیو هر ډول آزموینه منع کوي.

امریکا متحده ایالاتو د شمالي کوریا وروستۍ آزموینه غندلې ده او هغه یې داسې یو «بې احتیاطه» عمل ګڼلی دی چې ملکي هوایي سکتور او د سمندر له لارې تجارت له ګواښ سره مخامخوي.

جاپان هم ویلي دي چې دغه توغندي د دې هیواد په «ځانګړي اقتصادي زون» کې لګیدلي دي او د دې هیواد ملي امنیت ته یې ګواښ رامنځ ته کړي دي.

د توغندیو تر آزمینو یوازې څو ساعته مخکې د سویلي کوریا او چین ولسمشرانو د G20 غونډې په څنډو کې سره لیدلي وو. د سویلي کوریا ولسمشرې له خپل چینایي سیال سره په خبرو کې ویلي دي چې د چین له خوا د توغندیو آزمیونه د سیول او بیجینګ اړیکو ته زیان رسوي.