1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمال: د سرحدي ځواکونو له کمښت سره مخامخ یو

۱۳۹۰ خرداد ۱, یکشنبه

سربيره پردې چي د شمال زون سرحدي ساتونکي په دي وروستيوکي په پر مخ تللو جنګي وسلو او تجهيزاتو سمبال سوي. خو بيا هم د پوله ساتو ځواکونو چارواکي د سرحدي پوليسو د تشکيل له کمښت څخه سر ټکوي.

https://p.dw.com/p/11LDb
د شمال په ۲۴۳۱ کيلومتره اوږده پوله کي ۴۰۰۰ تنه سرحدي ساتونکي دنده تر سره کوي
د شمال په ۲۴۳۱ کيلومتره اوږده پوله کي ۴۰۰۰ تنه سرحدي ساتونکي دنده تر سره کويانځور: picture-alliance/dpa

په شمال کي د پنځم لمبرسرحدي زون قوماندان جنرال عبدالحبيب سيد خيلي له دويچه ويلي المان ږغ راډيو سره په ځانګړې مرکه کي وويل، چي په شمال کي د سرحدي ځواکونونه اوسنۍ شمېره بسنه نه کوي.

« دغه ۴۰۰۰ تنه سرحدي ساتونکي د سرحداتود ساتني له پاره بسنه نه کوي موږ ډيري سعب العبور سيمي لرو تاڼي يو له بله لري دي نو اړينه ده چي زموږ دغه تشکيل حد عقل دوه برابره سي »

ښا غلی سيدخيلي ټنګارکوي که چيري په شمال زون کي د پوله ساتو ځواکونو شمير وچت نسي نو هغه محال چي په دغه زون کي له بهرنيو سرتيرو څخه افغان ځواکونوته امنيتي واګي وسپارل سي داشونې ده چي دغه مشکلا نورهم ډير سي.

له بلي خوا د بلخ ولايت والي عطامحمد نورهم د پوله ساتو ځواکونو تجهيز او پياوړ تيا د امنيت د ټنګښت او همدارزا له پولي هغي غاړي نه ددولت د مخالفينو د راتګ د مخنيوي په برخه کي اړين بولي.

« سرحدونه ځينو وسايلوته اړتيالري ترڅو وکولای سي له قاچاق ،او هغه کسان چي له سردي سيمونه په غير قانوني توګه دې خوا رااوړي ، او ياهم ګانډي هيوادونه له دي خوانه د مخدره توکو له قاچاق څخه زيان ويني ، ددغو ټولو د مخنيوي له پاره مدرنه وسلو ، په اوبو کي د ګزمې له پاره وړو کښتيو او همادشان څرخي الوتکو ته اړتياده ترځو پر موقع سره د شپږو ولايتنو سرحدي پوستو ته رسيدگي وسي».

افغانستان په شمال کي د منځنۍ اسيا هيوادونو لکه تاجکستان ، وزبکستان او ترکمنستان سره ۲۴۳۱ کيلو متره وږده پوله لري چي ۱۳۶۰ کيلومتره يي د اوبو پوله ده او ددغي پولي په اوږدکي ۷ د کنترول او عبور بندرونه شتون لري.

د شمال دولتي چارواکي په داسي حال کي د پوله ساتو ځواکونو دکمښت يادونه کوي چي په دي وروستيو کي داسي انديښني هم راپورته سوي چي گواکي ددغه زون په مرزي سيموکي د مخدره توکو او وسلو د قاچاق کچه لوړه سوې ده.

عبدالحميد صافی/ بلخ

کتونکی: نجيب الله زيارمل