1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمع احمدزۍ څنګه تر« سپوږمۍ» ورسیدله

۱۳۹۰ مرداد ۷, جمعه

«کله چې مو په پاکستان کې د کډوالۍ شپې سبا کولې، نو د هغه هېواد د دولتي ټلويزيون پي ټي وي (PTV) ننداره به مې کوله. زما لپاره به د دغه ټلويزيون خبري ويانده چې عشرت حسين نومېده، ډېره په زړه پورې ښکارېدله.

https://p.dw.com/p/1269z
انځور: picture-alliance/dpa

ما به له ځانه سره داسې انگېرله چې يوه ورځ زه به هم لکه د عشرت حسين غوندې يوه ويانده او ژورنالېسته شم . خو کورنۍ غوښتل چې د دوى لور دې يوه ښوونکې او یا د ټولنيزو خدمتونو په کومه مووسسه کې کارکوونکې واوسی».

شمع احمدزی په ١٩٨٧ زېږديز کال په بلغاريا کې  دې نړۍ ته سترګی پرانیست . هغه مهال پلار یی د زراعتي زده کړو په برخه کې ددولتی بورس له لارې بلغاريایی ته تللی و. په تذکره کې د اصلی سکونت ځای یی د ننګرهار ولایت د «حصارک غلجايي» ولسوالۍ د «جوکان» کلي  لیکل شوی دی .

نومووړې لا دوه کلنه وه چې له بلغاريا نه راستون شو.  د کړکیچ او جګړی له امله، کورنۍ یی نېغ  په نېغه پاکستان ته ولاړه او هلته يې هستوگنه غوره کړه . « په لومړیو وختنو کې ما داسې فکر کولو چې همدا زمونږ هیواد دې؛ خو وروسته بیا وپوهیدم چې مونږ دلته مهاجر شوی یو . تر اووم ټولگي پورې می په پاکستان کې مکتب ولوست. د ښوونکو ښه رویه او د ښوونځی د ملګرو بې کچې مینه راته اوس هم یادیږی. هر وخت مې هغه ملګری او دوستان په زړه وریږی  . د پاکستان د « پاک سرزمین شاد باد» ملي سرود تر اوسه مې په یاد دې؛ خو سره له بی حده مینی چی خپل هیواد- افغانستان- سره لرم، د ډیر کوښښ سره سره مې د افغانستان ملي سرود تر دې مهاله په یادو یاد نشو کړای » .

لکه نورو افغانانو په څېر د شمعی کورنۍ هم هيله درلوده چې د پخوانی رژیم په نسکوریدو سره به په افغانستان کې ارامي راشي اړو دوی به خپل هیواد ته راستون شی . خو داسی و نه شو او  د کورنيو جگړو له امله د دوى هستوگنه په پاکستان کې لا پسې وغځېده .  په پاکستان کې د ځينو ستونزو له امله د شمعی کورنۍ اړ شو تر څو بېرته خپل هېواد ته راستون شی .« کله چې د تورخم له لیارې خپل هیواد ته ستنه شوم،  ډیره خوشحاله وم .  د خپلو خلکو په لیدلو او د خپلې خاوری په لیدولو خوښه شوم؛ خو له  بده  مرغه اړ شوم چې څو کاله په کور کښینم او زده کړی راڅخه پاتې شوی؛ ځکه چې د طالبانو په نظام کې نجونو ته د زده کړی حق نه ورکول کیده» .

کله چی موقع مساعد شو، نو خپلې زده کړې يې د بکلوریا په سویه د جلال آباد ښار په بي بي زينب لېسې کې بشپړ کړ .  لوړې زده کړې يې د آريانا د لوړو زده کړو پوهنتون د سياسي علومو په برخه کې پيل کړ؛ خو د ځينو ستونزو له امله يې ونه کولى شو، چې پر مخ يې يوسي .

نوموړې لا په لسم ټولگي کې زده کوونکې وه، چې د ژورنالېزم ډگر ته يې مخه کړه. «موقع چی مساعده شوه نو له ټولو ستونځو سره سره هڅه می وکړه چی د رسنیو سره همکاری پیل کړم. په پای کې د «شرق» په نوم په یوې سیمه ایزی راډیو کې  راته دنده ورکړ شو. کله چې په لومړی وار غږ مې د زرګونو اوریدونکو غوږونو ته ورسیده ، نو وجود می له خوښی نه ډکه شوه. په سر کې ښامخا په  ډیر څه  نه پوهیدم؛ خو د مشرو او تجربه لرونکې همکارانو په  مرسته په کرار کرار د بیلابیلو خپرونو په جوړولو وپوهیدم.  کورنۍ مې په اوله کې یو څه غبرګونونه وښودل خو وروسته عادی شول او دا یې راسره ومنله چې زه کوم غلط یا بې ځایه کار نه کوم».

شمع احمدزی، د دندو د تر سرکولو تر څنګ د بېلابېلو ادارو څخه د ژورنالېزم په بېلابېلو برخو کې زده کړې هم تر لاسه کړې دي . د همدغو روزنيزو کورسونو او ورکشاپونو په لړۍ کې يې يو ورکشاپ هم له لندني مسلمان خبريال"جان بټ" سره چې يو وخت يې له بي بي سي نړيوالې راډيو سره د خبريال په توگه کار کاوه، اخيستى دى . دغه روزنيز ورکشاپ د ډرامه ليکنې په برخه کې ؤ . تر دې ورکشاپ وروسته یی خپله لمړی ډرامه وليکله . تر دې وړاندې هم نوموړې ډېره هڅه کړې وه، چې يو څه د ډرامې په نوم وليکي، خو توانېدلې نه وه .

شمعی احمدزی ، اوس  د «دویچه ویلی»- د  المان غږ  راډیو - سره د خبريالې په توگه له ختيز افغانستان څخه کار کوي .

دې د «واورئ، زده کړئ» پروګرام لپاره د «سپوږمۍ» په نامه ډرامه لیکلی دی . « د " سپوږمۍ "ډرامه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی په برخه کې لیکل شوی ده. دا ډرامه بیلابیل لوبغاړي لري. د کیسې اصلی اتله د" سپوږمۍ "په نوم یوه پیغله نجلۍ ده. اوس هم چی کله کله د دغه ډرامې سکرپټ لولم  نو د  "سپوږمۍ"  د ډرامی پر اتلی مې زړه وخوږیږی او یو ډول نارامه شم او ژړا راته راشي- ژړا پر دی چې ولي په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې له داسې  تاوتریخوالي ډک چلند کیږی !؟