1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«شمکن تونسی ترهګر به ډیر ژر له آلمان څخه اخراج شي»

۱۳۹۵ اسفند ۲۳, دوشنبه

د تونس په «باردو موزیم» کې تر ترهګریز برید دوه کاله وروسته، یو تونسی مهاجر به په دغه برید کې د لاس درلودلو په شک له آلمان څخه بیرته دغه شمالي افریقایې هیواد ته واستول شي. د دغه برید په پایله کې شل تنه وژل شوي ول.

https://p.dw.com/p/2Z6i9
Angriff auf das Nationalmuseum in Bardo Tunis
انځور: Reuters/Z. Souissi

پر دغه ۳۶ کلن تونسي مهاجر تور لګول کیږي چې په آلمان کې یې هم د «اسلامي دولت» ترورستي ډلې په خدمت کې د ترهګریزو بریدونو له پاره امادګي نیولی. دغه تونسي مهاجر له همدې امله د روان کال د فبرورۍ میاشتې راهیسې د هِسن ایالت په تحقیقي حبس کې تر پوښتنو او ګرویږدنو لاندی نیول شوی.

د هِسن ایالت عمومي څارنوال الکساندر بادله، د دوشنبې په ورځ د دغې پيښې په اړه د وضاحت ورکولو په ترڅ کې وویل: مخکې له اخراج څخه اوس باید په آلمان کې له هغه څخه د تحقیقاتو لړۍ بنده او د بندي کیدو امر لغوه شي او دغه موضوع به تر بررسۍ لاندې ونیول شي.

نوموړی کس پر ده د لګیدلو تورونو په اړه له څه ویلو څخه ډډه کړی. د تروریستي بریدونو له پاره د امادګۍ د څيړنو په جریان کې ۱۵ تنه نور هم تورن ګڼل شوي دي. عمومي څارنوال بادله، زیاته کړه له همدې امله د بررسۍ جریان دوام پیدا کوي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر د یکشنیې په ورځ د آلمان دولتي تلویزوني شبکې «ARD» ته وویل چې هغه د دغه شکمن کس پر چټک اخراج حساب کوي. د دغه شکمن مهاجر په اړه، تونسي ادارو ته د دوی د اړتیا وړ اسناد د پنجشنبې په ورځ رسیدلي دي.

دغه تونسی طبعه په ۲۰۰۳ م کال کې د محصلې له ویزې سره آلمان ته راغلی وو. هغه له یوې آلمانۍ ښځې سره تر واده وروسته، په آلمان کې د دایمي استوګنې ویزه ترلاسه کړه.

لکه څرنګه چې په پيل کې دغه شکمن کس د پرله پسې غوښتنې سربیره اړین اسناد د چارواکو په اختیار کې ورکړي نه وو، له همدې امله د ۲۰۱۶ کال په نومبر میاشت کې په موقتي توګه له زندان څخه خوشي او د پولیسو تر څار لاندې نیول شوی وو.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (23.12.2016):