1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شهراني: د نل ليکي په تيريدو سره برق او ګاز په لاس راوړو

۱۳۸۹ آذر ۲۱, یکشنبه

د افغانستان د کانونو وزارت وايي چي د ترکمنستان هيواد د ګازو د نل ليکي څخه چي د افغانستان په خاوره کي پاکستان او هندوستان ته تيريږي په سلهاوه ميګا واټه بريښنا به په هغو سیمو کي توليد سي چي نل ليکه پکښي تيريږي.

https://p.dw.com/p/QWSf
د کانو وزير وحيدالله شهراني
د کانو وزير وحيدالله شهرانيانځور: AP

د ګازو د نل ليکي د انتقال قرارداد د شنبې په روځ د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کي د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان د ولسمشرانو او د هند د تيلو او ګازو د وزير تر منځ لاسليک سو.

د افغانستان د کانو وزير وحيدالله شهراني د يکشنبې په ورځ په کابل کي په یوه خبري غونډه کي وويل چي ددغه نل ليکي اوږدوالی ۱۷۳۵ کيلومتره کيږي چي شاوخوا ۷۳۵ کيلومتره به يې د افغانستان په خاوره کي تيريږي.

دولتي چارواکي وايي چي ددغه نل ليکي په تيريدو سره هيواد ته په ملينونو ډالره عايد راوړي.

د کانو د وزير په خبره ددغه نل لیکي د مصرف قرارداد به د راتلونکي کال د حمل په مياشت کي به د څلور سره هيوادونو تر منځ لاسلیک سي.

دغه چارواکو ويلي دي چي هغه سیمي چي دغه نل ليکي پکښي تيريږي د ګازو څخه به برخمني سي.

شهراني ويلي دي چي د ګازو د خرڅلاو نرخ به په هغه قرارداد کي معلوم سي چي د راتلونکي کال په پسر کلي د څلورو سره هيوادونو تر منځ لاسليک کيږي.

شهراني ويلي دي چي په دې پروژه کي حکومتونه مالي مکلفيت نه لري، ځکه په دې پروژه کي تر ټول ډير اسيايي بانک سرمايه ګذاري کوي.

د کانونو د وزير په خبره ددې نل ليکي څخه به د کال شاوخوا پنځه مليارده متر مکعب ګار به تر لاسه کوي او هندوستان او پاکستان به هر کال شاوخوا ۱۳ مليارده متر مکعب ګار به خريداري کوي.

شهراني وويل اوس چي افغانستان ددې توانمندي پيدا کړي چي د مس عينک د کان د استخراج امنيت په خپله غاړه واخلي د نل ليکي د امنيت ساتل به هم په خپله غاړه واخلي.

ولي اوس دا انديښنې موجودي دي چي نل ليکه په هغه سیمو کي تيريږي چي طالبان ډير پکښی فعاله دي او دا به ددې نل ليکي دپاره يو د سر درد وي.

حسين سيرت/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل