1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شوبله د اروپا د مرکزي بانک د پریکړې ملاتړ وکړ

۱۳۹۱ شهریور ۱۸, شنبه

شويبله د «بیلد ام زونتاګ» مجلې سره په مرکه کي هڅه کړې ده چې المانیانو ته ډاډ ورکړي چې د میرکل حکومت اوس هم د یورو د ژغورنې د هڅو مشري کوي.

https://p.dw.com/p/165RI
انځور: dapd

د المان د مالیې وزیر ولفګانګ شويبله، په دې مرکه کې ویلي دي چې د اروپا د مرکزي بانک هغه پریکړه چې د یورو له کړکیچ سره د مخامخوهیوادونو بهالرونکې پاڼې رلونیسي، د دې معنا نه لري چې خپل د سپما پروگرامونه وځنډوي.

د نوموړي په وينا دا يوه اړينه خبره ده چي په لا زياته چټکتيا سره د اقتصادي اصلاحاتو بهير ته دوام ورکړل سي. د دې څخه مخکې د اروپا د مرکزي بانک د مشرتابه جرګې پريکړه کړې وه چې په نامحدوده توګه د بحران ځپلو اروپايي هيوادونو ارزښت لرونکې دولتي باڼې رانيول به ممکنه وي.

د المان د ماليې وزير زياته کړې ده چي «يوازي هغه وخت کې د يورو پر وړاندې د اعتبار بحران پای ته رسیدای شي، چې د سپما پروگرامونه دوام پیدا کړي.» هغه زياته کړې:

«دا به يوه تیروتنه وي چې که د اروپايي مرکزي بانک له پریکړي څخه غلط تعبير واخيستل سي. له دې پریکړي څخه بايد داسي معنی وا نه واخيستل شي چې څوک نور ارامه کښيني او خپلې هڅې ودروي. بايد برعکس کار وشي.»

الماني وزير د یورو له بحران سره پر مخامخو هيوادونو غږ کړی دئ چي نه يوازې « خپله کارخانه ګي» د بوديجوي کسر په راټيټولو سره پوره کړي بلکې بايد د «اقتصادي سيالۍ له پاره د وړتيا د زياتولو» په ډګر کې داسې هڅو ته دوام ورکړي چي په يورو زون او اروپايي ټولنه کي اصلاحات ژر او په ښه توګه پر مخ ولاړ شي.

د هغې پوښتنې په ځواب کي چي ايا د اروپايي مرکزي بانک رئيس ماريو دراګي، او د هغه ادارې له وروستۍ پرېکړه سره تر خپلو صلاحيتونو تجاوز کړی دئ که څنګه، شويبله ویلي دي:

«د اروپا مرکزي بانک تل د خپلو صلاحيتونو په چوکاټ کې کار کړی دئ او زه داسي فکر کوم چې د دې وروسته به همداسي وي.»

خو شويبله دا هم ويلي دي چې «د نوټونو د چاپ په مرسته» د بحران ځپلو هيوادونو مرسته به گټور کار نه وي. د شويبله دا څرگندونې د هغه څخه څو ساعته وروسته چاپيږي چي صدراعظمې انگلا مېرکل، هم د مرکزي اروپايي بانک د پریکړې ملاتړ وکړ.

آژانسونه/ احمد ولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش