1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شولڅ غواړي چي مهاجرت د ټاکنيز کامپاين موضوع وګرځوي

۱۳۹۶ مرداد ۱, یکشنبه

په آلمان کې د راتلونکو پارلماني ټاکنو له پاره د سوسیال دموکرات ګوند لخوا د صدارعظمۍ مقام ته نوماند مارتین شولڅ غواړي د ټاکنیزو مبارزو په ترڅ کې د مهاجرت سیاست ته ډیره توجه وکړي. د مهاجرت موضوع په آلمان کې ډیره توده ده.

https://p.dw.com/p/2h1Rk
Berlin SPD-Kanzlerkandidat Schulz präsentiert Zukunftsplan
انځور: picture-alliance/dpa/M. Gambarini

په آلمان کې د سوسیال دموکرات ګوند نوماند او د دې ګوند رهبر مارتین شولڅ د «بیلډ ام زونتګ» آلمانۍ ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې اروپا ته د مدیترانې د سمندر له لارې د رارسیدولو میلیونونو مهاجرینو له امله د رامنځته شوي حالت چې دغه موضوع اوس هم ډیره ګرمه ده، خبرداری ورکړی. نوموړي دې موضوع ته په اشاره همدا راز وویل چې هرڅوک چې وخت پر نورو موضوع ګانو ضایع کوي او یا هم د آلمان په راتلونکو ټاکنو کې دې موضوع ته پام نه کوي، په حقیقت کې دغه کار د دې موضوع بې اهمیته کول دي.

پر مرکل باندې انتقاد

شولڅ په ۲۰۱۵م کال کې هغه مهال چې آلمان ته له یو میلیون څخه «ډیر نه کنټرولیدونکي» مهاجرین راغلل، اشاره وکړه او ویې ویل چې «هغه وخت د آلمان صدراعظمې انګلامرکل له بده مرغه پرته له دې چې په اروپا کې زموږ له ملګرو سره مشورې او خبرې وکړي، له اتریش سره د مهاجرینو پر مخ «د ښه نیت له امله» پوله پرانیستله. که چیرته اوس دغه وضعیت ته پاملرنه ونشي، نو د دغه حالت تکرار به موږ یو ځل بیا تهدید کړي.»

شولڅ د خپلو خبرو په ترڅ کې همدا راز ټینګار وکړ چې د اروپايي ټولنې نور غړي هیوادونه باید له ایټالیا څخه مهاجرین قبول کړي. د سوسیال دموکرات ګوند دغه غړی وايي چې آلمان باید په دې کتار کې رانشي او زیاتوي چې «اوس د اروپايي ټولنې د نورو غړو هیوادو وار دی.»

شولڅ غواړي چې په راتلونکې اونۍ کې د ایټالیا پلازمینې روم ته ولاړ شي ترڅو د مهاجرت د کړکیچ په هکله د دې هیواد له مشرانو او سیاستوالو سره خبرې وکړي. انګلامرکل هم د تیرې اپریل په میاشت کې د مهاجرت د کړکیچ د سیاست پر سر د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو د پیوستون او ګډو هڅو غوښتنه کړې وه.

مهاجرت، د مسیحي دموکرات ګوند اصلي موضوع

د آلمان په بایرن ایالت کې د مسیحي دموکرات ګوند یا «سي. اس. یو» مشر، هورست زیهوفر په دې باور دی چې د مهاجرت موضوع د حل له پاره لا هم ډیر وخت پاتې دی. نوموړي د «ویلټ ام زونتاګ» په نامه له یوې آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه ویلي چې «اوسمهال حالت آرام دی، خو موږ ټول په دې پوهیږو چې د مهاجرت موج به ادامه ولري.»

د بایرن ایالت دغه لومړي وزیر د خپلو خبرو په ادامه کې همدا راز وویل چې نور په ډاډه توګه نه شو ویلای چې دوه ملګري یا دموکرات مسیحي او سوسیال مسیحي ګوندونه به په بایرن ایالت کې د ټاکنو پرمهال ډیرې رایې ترلاسه کړي. هغه وايي چې باید ووایم چې زه د دې کار له پاره انګلا مرکل او د هغې د پولو پرانیستولو سیاست ګرم بولم.

زیهوفه یوځل بیا هم په کلني ډول د منل کیدونکو مهاجرینو د شمیر د معلومولو غوښتنه کوي خو هغه دغه شرط له مسیحي دموکرات ګوند سره د خپلو همکاریو له پاره یو مهم شرط نه ګڼي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (01.06.2017):